Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Сентябрь
2025

په اسلام آباد کې د طالبانو د حکومت د مخالفه سیاسي څیرو او یوشمیر نورو فعالانو د غونډې دوهمه ورځ

0

په اسلام اباد کې د افغانستان او پاکستان اړوند مسایلو باندې د سیاسي څېرو او مدني فعالانو غونډه نن د دوهمې ورځې لپاره هم دوام لري.

د دې غونډې یو ګډون وال او د بشري حقونو فعال عزت الله بخشي نن د سپټمبر په ۳۰ مه ازادي راډيو ته وویل چې د غونډې د دوهمې ورځې اجنډا په پنځه اصلي مسایلو ورټوله وه. " د سیمه ییزې همکارۍ لپاره زمینه سازي، د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اړیکو څېړنه او د راتلونکو ښه اړیکو لپاره زمینه برابرول، د افغانستان او پاکستان له تېرو زده کړو او د اوسنیو حالاتو په اړه بحث، د اقتصادي اتصال او د ازادې سوداګرۍ او ټرانزیټ لپاره زمینه برابرول او دغه شان د باور جوړونې لپاره دوادمدارو باوري خبرو باندې بحثوه وشول. "

د ښځو د حقونو فعالې او د دغه ناستې بلې ګډون والې راحیل تلاش د غونډې په جریان کې ازادي راډیو ته وویل: "د نن ورځې ناسته به ډېره ښه وي، ځکه په مهمو مسایلو به بحث وشي، زه هیله لرم چې له دې ناستې به داسې پایلې ترلاسه کړو چې د افغانستان د خلکو لپاره ګټه ورسوي."

د "د یووالي او باور په لور" دا ناسته ناسته د سوېلي اسیا د ستراتېژیک ثبات انسټیټیوټ (SASSI) په کوربتوب او د افغانستان د پارلمان د پخوانۍ غړې فوزیه کوفي په مشرۍ د افغانستان لپاره د ښځو (WFA) بنسټ په همکارۍ جوړه شوې ده.

د دغه دواړو ادارو په ګډه اعلامیه کې چې د ناستې له پیل یوه ورځ مخکې خپره شوې وه ویل شوي وو چې د ناستې په دویمه ورځ به ورسره پاکستاني استازې هم یوځای شي، چې بحثونه به یې د باور رامینځته کولو، د ګډو ګټو پیژندلو او د خلکو په محوریت د سیمه ییزو ننګونو د حل په مسایلو متمرکزې وي.

د غونډې یوې تنظیمونکې او د افغانستان د پارلمان پخوانۍ غړې فوزیه کوفي پرون ازادي راډيو ته ویلي وو چې د ناستې په پای کې به پرېکړه لیک هم خپور شي او رسنیو ته به اجازه ورکول شي چې د غونډې ځای ته ورشي.

که څه هم د دې ناسته د ګډونوالو په اړه دقیق معلومات نه دي خپاره شوي، خو هغه عکسونه چې نن له دغې غونډې په خبري او ټولنیزو رسنیو کې خپاره شوي په کې ښکاري چې د فوزیه کوفي سربېره د افغانستان د تېر جمهوري حکومت د اقتصاد وزیر مصطفی مستور، د ننګرهار پخوانی مرستیال والی او د نوي بنسټ سیاسي ګوند مشر احمد الله علیزی، د ولسي جرګې یو شمېر پخواني غړي او په جنیوا کې د افغانستان د دایمي استازولۍ سرپرست نصیر احمد اندېشه د دې ناستې ګډونوال دي.

د دې ناستې لومړۍ ورځ د تړلو دروازو ترشاه ترسره شوه او خبریالانو ته اجازه ورنکړل شوه چې د ناستې ځای ته ورشي.

د دې ناستې د لومړۍ ورځې په خپره شوې اعلامیه کې چې یوه کاپی یې ازادي راډيو ته رسېدلې راغلي چې بحثونه رغنده او بریالي وو.

په اعلامیه کې د سوېلي اسیا د ستراتېژیک ثبات انسټیټیوټ د مشرې ماریا سلطان له قوله ویل شوي دوی باور لري چې په پاکستان کې دوامداره ثبات افغانستان کې په سولې، ثبات او ډیموکراتیک نظام پورې اړه لري.

په اعلامیه کې راغلي چې په ناسته کې په افغانستان د طالبانو د حکومت له لوري رامنځته شوې سیمه ییزې ننګونې وڅېړل شوې او ګډون والو په افغانستان کې روان افراطیت او د ډیموکراتیک حکومت نشتوالی چې د نړیوالې ټولنې غړی نه دی، د افغانستان او سیمې لپاره جدي ګواښ وباله.

د اعلامیې له مخې د غونډې ګډونوالو دا غوښتنه هم وکړه چې دا ناسته دې اوسنیو حالاتو سره د مبارزې او په ځانګړي ډول له پاکستان سره د سیمه ییز باور رامنځته کولو، په افغانستان کې د خلکو په اراده د حکومت جوړولو او د کډوالو د جبري اخراج د مخنیوي لپاره په یوه پروسه بدله شي.

که څه هم د پاکستان بهرنیو چارو وزارت وړاندې ویلي چې غونډه دولتي نه ده، بلکې د جنوبي اسیا د ستراتیژیک ثبات د څېړنیز مرکز له خوا پلان شوې، خو د افغانستان د سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیل زاد مخکې تر دې ادعا کړې وه چې دا غونډه د پاکستان استخباراتي ادارې رابللې ده.

ټاکل شوې وه چې دا غونډه د اګسټ په وروستیو کې ترسره شي، خو د راپورونو له مخې د سفر د اسنادو، ویزو او ګډونوالو سره د ستونزو له امله وځنډول شوه.

دا غونډه داسې مهال ترسره کېږي چې په دې وروستیو کې یو وار بیا په افغانستان کې د طالبانو او پاکستان حکومت ترمنځ اړیکې ظاهرا ترینګلې شوې دي.




Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса