Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Сентябрь
2025

په افغانستان کې پر انټرنیټ د طالبانو د نوي بندیز په وړاندې د خلکو غبرګونونه

0

د نوري فایبر په ګډون په افغانستان کې اکثره انټرنیټي خدمات په ټپه دریدلي دي.

په افغانستان کې د یوه بهرني دفتر افغان کارکونکی چې د موضوع د حساسیت له امله نه غواړي نوم یې په راپور کې خپور شي د غږ د بدلون په شرط یې ازادي راډيو ته وویل چئ د انټرنیټ له قطع کېدو سره ټلیفوني شبکې هم اغیزمنې شوي او د کابل په ګډون په ټول افغانستان کې بانکي سیستمونه په ټپه ولاړ او د اسعارو راکړه ورکړه له ستونزو سره مخ شوې ده. " له سټارلینک پرته نور ټول افلاین دي، نه زنګ وهل کیږي، انټرنیټ خو په بشپړ ډول بند دی، انتنونه قطع دي، بانکونه بند دي، د پیسو حوالې ځنډېدلي دي، سوداګري ولاړه ده، د ګمرکاتو سیمستونه بند دي، دا ټول د انټرنیټ د بندیدو له امله دي، ان عادي اړیکه نه نیول کیږي."

سرچیني وویل د دوی د دفتر په ګډون د معلوم شمېر بهرنیو دفترونو انټرنیټ له سټارلینک سره تړل شوی.

د راپورونو له مخې د سټارلینک (Starlink) سپوږمکۍ په وسیله چې د ایلان ماسک د سپیس ایکس شرکت پورې تړلې، انټرنیټي خدمات وړاندې کوي.

دا د سټلایټ له لارې خلکو ته د انټرنیټ خدمتونه وړاندې کوي او په سیمه ییزه کچه یې د بندیدو امکانات نشته.

دا پروژه په بیړنیو حالاتو کې د پیسو په مقابل کې هغه سیمو ته انټرنیټ برابروي چېرې چې په خلکو دودیز انټرنیتي خدمتونه بندیږي.

د بلخ د حیرتان یو اوسېدونکی چې هلته په ګمرک کې دنده لري او اوس مهال یې د ازبیکستان له بې سیم نه په ګټې اخیستنې انټرنیټ ته لاس رسی پیدا کړی هم د هر څه د بندیدو خبره وکړه. "هر څه بند دي، کراره کراري ده، هیڅوک له سپیږمو پورته خبره نه شي کولای، بارګیري بنده ده، ګمرک بند دی، هر څه بند دي."

د طالبانو حکومت دوشنبه د سپتمبر ۲۹ مه د مازدیګر له پنځه بجو وروسته د کابل په ګډون په ټول افغانستان کې د نوي فایبر کیبلي انټرنیټ قطع کړ چې ورسره د بې سیم انټرنیټ هم اغیزمن شوی چې له امله یې له افغانستان سره هر ډول اړیکه پرې شوې ده.

عمران الله چې دوه ورځې وړاندې یې له کابله پېښور ته د درملنې په هدف ناروغان وړي اوس د پیسو له کمښت سره مخ دی.

دی وايي له کابل سره اړیکه نه کیږي او په پېښور کې د پیسو د کمښت له امله له ستونزو سره مخ دی.

دی وايي له سهار راهیسي د پېښور په چوک یادګار کې چرته چې صرافان حوالې اجرا کوي کابل سره د اړیکې انتظار کوي: "پیسې راسره کمې شوي دي، دلته له سختو ستونزو سره مخ یم، له سهار راهیسي په چوک یاداګار کې انتظار یم چې پیسې له هغه ځایه حواله شي او زه یې دلته واخلم او د ناروغانو درملنه پرې وکم."

یو شمېر رسنیو د طالبانو د دغه اقدام له امله د کابل او نورو هیوادونو ترمنځ د الوتنو د لغوه کېدو خبر ورکړی دی.

د الوتنو اړوندې یوې ادارې، فلایټ رادار ۲۴ د راپور پر بنسټ لږ تر لږه اته الوتنې چې د کابل- دوبۍ، استانبول- کابل، مسکو- کابل، کابل ریاض، کابل دبۍ ترمنځ پلان شوې لغوه یا ځنډول شوي دي چې له امله یې کابل ته تلونکي او راتولنکې مسافر یې له ستونزو سره مخ کړي دي.

د پاکستان په اسلام اباد کې میشته پخوانۍ خبریاله او د بشري حقونو فعاله یاسمین نبي زاده وايي د کورنۍ یو غړی چې اوس مهال په متحده عربي اماراتو کې دی او غوښتل یې نن سهار کابل ته سفر وکړي الوتکه یې ځنډېدلی او ساعتونه کیږي چې د دبۍ په هوايي ډګر کې سرګردانه ګرځي. "زما د کورنۍ یو غړی چې اوس مهال په دبۍ کې دی او غوښتل یې کابل ته سفر وکړي خو په افغانستان کې د انټرنیټ د بشپړ پرې کېدو له امله یې پرواز لغوه شوی او د لسګونو نورومسافرو سره له سختې سرګردانۍ سره مخ دی."

یو شمېر نور افغانان بیا وايي غواړي په افغانستان کې له خپلې کورنۍ سره اړیکه ونیسي او د هغوی له حال احواله خبر شي خو په خبره یې له پرون راهیسي دا اړیکه ناممکنه ده او دوی سخت اندیښمن دي

نیټ بلاکس ویب پاڼې چې په ټوله نړۍ کې د انټرنټ جریان څاري، د کابل په وخت د شپې په ۸:۳۰ بجو پر خپل ایکس پاڼه ولیکل چې افغانستان د انټرنت بشپړ بندیدو په حالت کې دی او ټیلیفوني خدمتونه هم ګډوډ شوي دي.

دې سازمان دا هم ویلی ورکړی چې د دوشنبې له سهار راهیسې ګڼي انټرنټي شبکې په مرحله یي توګه پرې شوې دي.

طالبانو په رسمي ډول د دغه اقدام په اړه لا څه نه دي ویلي خو مخکې یو شمېر طالب سرچینو ازادي راډيو ته ویلي وو چې دا پرېکړه یې مشر ملا هبت الله اخندزاده د "منکراتو" د مخنیوي لپاره کړې او په ټول افغانستان کې به پلی شي.

د طالبانو حکومت په دې وروستیو اونیو کې په تدریجي ډول په بلخ، کندز، بغلان، تخار، بدخشان، کندهار، هرات، ارزګان، نیمروز، ننګرهار او پروان په ګډون د افغانستان له لسو څخه زیاتو ولایتونو کې د نوري فایبر انټرنټ خمدمتونه بند کړي وو.

دا لا روښانه نه ده چې د طالبانو دا پریکړه لنډمهاله ده که دایمي، خو کارپوهان خبرداری ورکوي چې د دې وضعیت دوام کولای شي د خلکو اقتصادي او ټولنیز ژوند په جدي توګه اغیزمن کړي.

په دې وروستیو کلونو کې په افغانستان کې انټرنټ د زده کړو، کار، سوداګرۍ او کورنۍ او نړۍ سره د اړیکو لپاره یوه مهمه وسیله ګرځیدلې ده.




Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса