Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Сентябрь
2025

فوزیه کوفي وايي د اسلام اباد غونډه مهمه او ګټوره وه

0
په اسلام اباد کې د شاوخوا ۳۶ سیاسي او مدني شخصیتونو غونډه د سپټمبر پر ۲۹مه او ۳۰ مه ترسره شوه. په اسلام اباد کې د طالبانو د حکومت د مخالفینو د غونډې تابیا کوونکې افغانه سیاستواله او د پارلمان پخوانۍ غړې فوزیه کوفي وايي، د افغانستان او پاکستان ترمینځ په ولسي کچه د اړیکو د ښه کولو په موخه په اسلام اباد کې دوه ورځنۍ غونډه مهمه وه. نوموړې وايي له پاکستانیو چارواکو او پخوانیو دیپلوماټانو سره هم د دوی خبرې وشوې او هڅه یې دا وه چې د دواړو هېوادونو ترمینځ را پیدا شوي اختلافات کم کړل شي. فوزیه کوفي وايي د افغانستان او پاکستان اړیکې ترینګلې دي او اشتباهات له دواړو خواوو نه شوي دي خو د هغې په وینا پاکستان پخپله هم اوس د ترهګرۍ ښکار دی نو دوی امید لري چې د دواړو خواوو مشران به د پخوانیو سهوو د جبران او د یو نوي پیل لپاره لاس په کار شي. دا په داسې حال کې ده چې ځیني شنونکي وايي د اسلام اباد غونډه په داسې وخت کې وشوه چې وار له مخې د اسلام اباد او په کابل کې د طالبانو د حکومت اړیکې خرابې شوې دي. مشال راډیو له فوزیې کوفي سره ځانګړې مرکه کړې ده.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса