Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Октябрь
2025
1 2
3
4
5
6
7
8
9
10
11
12
13
14
15
16
17
18
19
20
21
22
23
24
25
26
27
28
29
30
31

نړيوالو په افغانستان کې د انټرنېټ د تړل کېدو په اړه اندېښنې ښوولې دي

0

په افغانستان کې د طالبانو لخوا د انټرنېټ د بندی‎ېدو د ګام ضد د نړیوالو غبرګونونو په لړ کې د افغانستان لپاره د برتانیې ځانګړي استازي ریچارډ لینډسي په دې اړه جدي اندیښنه ښوولې ده. نوموړې د د سېپټېمبر پر ۳۰مه پر خپله اېکس پاڼه کې لیکلي، په افغانستان کې د انټرنېټ تړل کېدو او د نړیوالو الوتنو د لغوه کېدو راپورونو ته دی ډیر اندیښمن دی.

د هغه په وینا دا به د افغانستان د وګړو لپاره جدي او زیان رسونکې پایلې ولري. هغه هم له طالبانو غوښتي چې په افغانستان کې مخابراتي خدمات بېرته پیل کړي.

د بخښنې نړیوال سازمان هم د سېپتېمبر پر ۳۰مه په یوه اعلامیه کې لیکلي چې د انټرنېټ پرېکول یو ناسنجول شوی اقدام دی او دا به د مرستو رسونې بهیر او روغتیایي او تعلیمي خدمتونو ته لاسرسی له جدي ستونزو سره مخ کړي.

سازمان دا هم ویلي چې د انټرنيټ بشپړ بندېدل د نړیوالو بشري حقونو له معیارونو سره په ټکر کې دي، او طالبان باید سمدستي انټرنېټ بېرته وصل کړي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د څار بنسټ هم ویلي چې د طالبانو لخوا په سراسري ډول د انټرنېټ بندېدل د افغانستان د بشري حقونو لپاره ډېرې جدي پایلې لري.

دغه بنسټ په خپل اېکس پاڼه (پخواني ټویټر) خبرداری ورکړی چې د انټرنېټ پرېکول د ازادو معلوماتو جریان او بنسټیزو خدمتونو ته لاسرسی محدودوي، او ښځې او نجونې تر ټولو ډېرې اغېزمنې کېږي.

د بشري حقونو څار بنسټ هم د انټرنېټ د ژر بیا وصلېدو غوښتنه کړې ده.

په افغانستان کې انټرنېټ او مخابراتي شبکې د سېپټېمبر ۲۹مه مازيګر په مکمله توګه بند شو او د طالبانو حکومت تر اوسه په دې اړه هېڅ نه دې ویلي.

د طالبانو د بېلابېلو سفارتونو لږ تر لږه پينځه چارواکو د مشال رېډيو افغان څانګې ته ویلي چې د دوی اړیکې هم خپل د بهرنیو چارو وزارت سره پرې دي.

مخکې تر دې په تېرو څو اونیو کې، د طالبانو حکومت د نوري فایبر انټرنېټ له لسو په زیاتو ولایتونو کې پرې کړی وو. ځینو طالب سرچینو ازادۍ راډیو ته ویلي چې دا اقدام د دوی مشر ملا هبت اله اخندزاده د "منکراتو د مخنیوي" په موخه کړی دی.




Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса