د روسیې تر کنټرول لاندې د اوکراین په سیمه کې د زاپورېژیا اټومي بټۍ ته برېښنا رسوونکي مزي له یوې اونۍ راهیسې پرې شوي دي. د دې معنا دا ده چې فابريکه دا مهال خپله برېښنا نه تولیدوي او د ډیزلو جنریټرونو پر مټ خپل اټومي ريکټر یخ ساتي. د اوکراین ولسمشر وولوديمير زېلېنسکي خبرداری ورکړی چې دا اټومي بټۍ په بیړني حالت کې د چلېدو لپاره نه ده جوړه شوې، خو روسي چارواکي وایي چې دوی د بټۍ د خوندیتوب لپاره ټول لازم اقدامات کوي. د مشال راډيو د خبر مرکزي څانګې ويډيويي راپور