د پاکستانیو او د افغان طالب ځواکونو ترمینځ په چمن او کورمه کې بیا نښتې شوې دي
د پاکستانیو او افغان طالب ځواکونو ترمینځ په چمن او کورمه کې بیا نښتې شوې چې پکې دواړه غاړو ته مرګژوبله اوښتې ده.د چمن کمېشنر حبیب الله بنګلزي د اکتوبر پر ۱۵مه مشال رېډیو ته وويل چې د اکتوبر پر ۱۴مه شپې مهال د دواړو غاړو د ځواکونو ترمینځ د ډزو تبادله وشوه چې دا نښتې د اکتوبر ۱۵مې تر سهار روانې وې. د ده په خبره، په ډزو کې پینځه پاکستاني ولسي وګړي ژوبل شوي دي خو ځايي خلک د زخمیانو شمېر زیات یادوي.
د پاکستان پوځ عامه اړيکو ادارې (ای اېس پي ار) د اکتوبر پر ۱۵مه رسنیو ته په استولي بیان دعوه کړې ده چې طالب ځواکونو په چمن کې پر پاکستاني سيمو بریدونه وکړل چې امنیتي سرتېرو ورته غبرګون وښود. بیان دعوه کوي چې په ځوابي حمله کې يې له ۱۵ څخه تر ۲۰ پورې طالب سرتېري وژلي دي.
خو د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د اکتو بر پر ۱۵مه پر خپله اېکس پاڼه د سپین بولدک د بريدونو د پیل تور د پاکستان پر پوځ پورې کړی دی.
نوموړي ليکلي چې په دې حمله کې ۱۲ افغان ولسي وګړي وژل شوي او تر ۱۰۰ زیات ټپیان شوي دي.
مجاهد دعوه کوي چې د طالب ځواکونو په ځوابي ډزو کې يې د پاکستان پوځ ټېنکونه او وسلې نيولي او ځینې پوځي تاسيسات يې له منځه وړي دي. خو البته د پاکستان چارواکو او نه هم خپلواکه سرچينو د مجاهد د دعوو تصدیق کړی دی.
چارواکي وايي چې په چمن کې يې تعلیمي ادارې تړلې دي او د پولیو وایرس مخنيوي روان کيمپېن يې ځنډولی دی.
هلته د کورمې او خوست په سيمو کې د پاکستانيو او د افغان طالبانو د ځواکونو ترمينځ هم يو ځلې بيا نښتې شوې دي.
په کوزه کورمه کې د پوليسو يوه چارواکي چې له رسنیو سره يې د خبرو اجازه نه لرله، د نوم نه ښوولو په شرط مشال رېډيو ته وويل چې د اکتوبر پر ۱۴مه ماښام مهال د افغانستان له لورې په شورکو کې د پاکستاني پوځ پر پوسته ډزې وشوې چې ورسره د افغانستان په ځاځي میدان کې له طالب ځواکونو سره نښته پيل شوه.
چارواکی زیاتوي چې جګړې د لنډ وخت لپاره دوام وکړ خو اوس يې زور کم شوی دی او تش د یوه يوه ډز غږ اورېدول کېږي. د نوموړي په وینا، د موبایل نېټورک د نه شتون او د شپې د تيارې له کبله د مرګژوبلې په اړه معلومات نه کېږي.
د شورکو مشرانو هم جګړه تاييد کړې او ويلي دي چې ناڅاپه د درنو وسلو ډزې پیل شوې چې د شپې تر ناوخته يې دوام درلود. ځايي مشر حشمت علي مالي خيل د اکتوبر پر ۱۵مه مشال رېډيو ته ويلي چې د نښتې تر پیل وروسته خلک وېرېدلي دي خو د ده په خبره، اوسمهال د جګړې زور کم شوی دی.
د تازه جګړې په اړه پاکستاني چارواکو او نه هم په افغانستان کې د طالبانو حکومت تراوسه پورې په رسمي توګه څه ويلي دي.البته افغانستان رسنۍ د خوست ولایت د والي ویندوی مستفغر ګوربز په حواله دعوه کوي چې پاکستاني پوځیانو د اکتوبر پر ۱۴ ناوخته بریدونه پیل کړل چې د دوی د ځواکونو له ځوابي اقدام سره مخامخ شول. ده نور تفصيل ورنه کړ.
د کورمې خوست او پکتيا ترمينځ سيمو کې د پاکستاني ځواکونو او افغان طالبانو ترمينځ د اکتوبر پر ۱۱مه هم سخته جګړه شوې وه. د پاکستانیو او طالب ځواکونو ترمینځ دا جګړه نه یوازې په دې سیمو بلکې په نورو کې هم شوې وه.
هغه مهال د پاکستان پوځ د عامه اړيکو دفتر د اکتوبر پر ۱۲مه په خپاره کړي بيان کې ويلي ول چې "افغان طالبانو او د هند د ملاتړ لرونکې فتنة الخوارج وسلوالو د اکتوبر پر ۱۱مه او ۱۲مه له افغانستان سره د پولې په اوږدو کې پر پاکستان بې له پارونې بريد وکړ،" چې په نتيجه کې يې ۲۳ پاکستاني سرتېري ووژل شول او ۲۹ نور ژوبل شول.
د پاکستان پوځ زياتره وخت د "فتنة الخوارج" اصطلاح د تحريک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) وسلوالې ډلې ته کاروي، خو دا لا روښانه نه ده چې هغوی واقعاً په دغه بريدونو کې ښکېل ول او که نه، او نه هم خپلواکه سرچينو تراوسه د دې ادعاوو تصديق کړی دی.
په بيان کې دعوه شوې وه چې پاکستانيو ځواکونو په ځوابي عملياتو کې تر ۲۰۰ زيات طالبان او نور وسلوال ووژل او د کرښې هغې غاړې ته يې ۲۱ پوستې د لنډ وخت لپاره ونيولې.
دا تر هغه وروسته ده چې د اکتوبر پر ۱۱مه ماخوستن مهال د پاکستانيو ځواکونو او په افغانستان کې د طالبانو ځواکونو د دواړو هېوادونو ترمينځ ډيورنډ کرښې ته نېږدې د تاوتریخوالي په یوه څپه کې لږترلږه په پينځو ځایونو کې سخته جګړه وکړه.
په افغانستان کې د طالبانو د حکومت وياند ذبيح الله مجاهد د اکتوبر پر ۱۲مه يوې خبري غونډې ته د وينا پر مهال دغو نښتو ته د "انتقامي برېدونو" نوم ورکړی وو او زياته کړې يې وه چې دا بریدونه د پاکستاني جیټ الوتکو له لوري د پلازمېنې کابل د هوايي حریم د سرغړونې او دغه راز په پکتیکا کې د هوايي حملو په غبرګون کې ترسره شول.
د نوموړي په وينا، په دې نښتو کې د دوی اړخ ته نهه طالبان وژل شوي او نېږدې ۱۸ نور ژوبل شوي دي.
نوموړي ادعا وکړه چې په نښتو کې يو خوا لږترلږه ۵۸ پاکستاني پوځیان وژل شوي او شاوخوا ۳۰ نور ژوبل شوي، او بلخوا د جګړې پر مهال د پاکستان ۲۰ پوستې هم له مينځه وړل شوي او مهمات یې دوی ته لاس ته ورغلي دي.
ذبيح الله مجاهد خبري غونډې ته وويل دغه بریدونه د دوی حکومت د شپې پر ۱۲ بجې د قطر او سعودي عربستان پر غوښتنه ودرول خو په خبره یې لا هم د پاکستان له لوري په ځینو سیمو کې د دوی پر امنیتي پوستو خال خال ډزې کېږي او جګړې ته لمن وهل کېږي.
مشال راډيو په خپلواک ډول د دواړو لوريو د دعوو تصديق نه شي کولای.
د پاکستان او افغانستان ترمینځ ډریورنډ کرښه شاوخوا ۲،۶۰۰ کیلومیتره اوږدوالی لري.
په ۱۸۹۳ز کال کې د هند پر نیمه وچه واکمنو بريتانویانو د افغانستان له امیر عبدالرحمان خان سره د یوې موافقې له لارې دا کرښه هغه وخت په افغانستان کې دننه کښلې وه او د دواړو غاړو ولسونه يې سره وېشلي ول.
افغان حکومتونو په بيا بيا ويلي چې ډېورنډ کرښه د رسمي سرحد په توګه نه مني خو پاکستان وايي دا په نړيواله کچه منل شوې پوله ده.
تر دې وړاندې هم پر ډيورنډ کرښه د افغان او پاکستانيو ځواکونو ترمينځ نښتې شوې دي، خو پر دومره پراخه کچه په يو شمېر ساحو کې همهاله بريدونه بې ساري دي.
د اکتوبر پر ۱۱مه تازه نښتې تر هغه څو ورځې وروسته پیل شول چې د اکتوبر پر نهمه ماخوستن مهال پاکستان پر کابل او پکتيکا هوايي بريدونه وکړل.
یوشمېر پاکستانيو رسنیو ویلي ول چې په بريد کې د تحريک طالبان پاکستان (ټي ټی پي) وسلوالې ډلې د مشر نور ولي مسود ګاډی په نخښه شوی، او په وينا يې له هغه سره دوه نور مهم ملګري قاري سيف الله مسود او خالد مسود يو ځای ول.
وروسته د ټي ټي پي يوې سرچينې مشال راډیو ته وويل چې د کابل په بريد کې يې دوه مهم غړي وژل شوي، خو نومونه يې لا نه دي په ډاګه کړي.
سرچينه زياتوي، په بريد کې نور ولي مسود ته زيان نه دی اوښتی او هغه ژوندی دی.
د طالبانو دفاع وزارت د اکتوبر پر ۱۰مه پر اېکس پاڼه په خپاره کړي بيان کې پر افغانستان بريدونه "له تشدده ډک او کرغېړن اقدام" بللی وو او زياته کړې يې وه چې تر دې بريدونو وروسته به د هر ډول تاوتريخوالي مسول پاکستان وي.
اسلام اباد په افغانستان کې د طالبانو پر حکومت په وار وار تور پورې کړی چې د تحریک طالبان پاکستان (ټي تي پي) په ګډون یې نورو وسلوالو ډلو ته پټنځایونه ورکړي او ورڅخه یې د ټي ټي پي د وسلوالو د ورسپارلو غوښتنه هم کړې ده.
خو د طالبانو حکومت وایی چې د پاکستان په شمول هيڅ ګاونډي هېواد ته د ضرر پېښولو او ستونزو جوړولو اراده نه لري، او نه هم د افغانستان خاوره د کوم بل هېواد پرضد کارول کېږي. خپله ټي ټي پي هم وايي چې وسلوال یې په پاکستان کې دي او په بل هېواد کې پټنځایونو ته اړتیا نه لري.