د افغانستان د خوست په ګربزو کې هغې کورنۍ ته د نوي کور کیلۍ وسپارل شوې چې مخکینۍ کور یې په تېر نومبر کې، د پاکستان په مبینه ډرون برید کې ویجاړ شوی وو. هغوی ته نوی کور د کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړي رحمان الله ګربز د خیریه بنسټ په مالي لګښت جوړ شوی دی. د زیانمنې کورنۍ یوازیني پاتې کس نور اسلم مشال راډیو ته وویل، د کور له ویجاړیدو وروسته په خیمه کې اوسېدی او په خپله یې د کور جوړولو وس نه درلود.