Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Январь
2026
1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13 14
15
16
17
18
19
20
21
22
23
24
25
26
27
28
29
30
31

بلوچستان کې سرکاري ملازمینو د تنخاګانو زیاتولو لپاره احتجاجونه کړي دي

0

د بلوچستان په بېلا بېلو ضلعو کې د جنورۍ پر ۱۳مه سرکاري ملازمینو د تنخاګانو زیاتولو لپاره احتجاجونه کړي دي.د بلوچستان ګرینډ الاینس په نوم د سرکاري ملازمینو اتحادیې مشرانو په قلات، دالبندین، تربت، پسني او پښین ضلعو کې د احتجاج په توګه د شاوخوا دوو ساعتونو لپاره لويې لارې تړلې وې او له حکومته یې غوښتنه کوله چې د وفاقي ملازمینو په څیر دې ورته په تنخاګانو کې د توپير کمولو تخصيص يا ډيسپېريټي ريډکشن الاونس (ډي ار اې) ورکړل شي.

سرکاري ملازمينو تر دې وړاندې، د جنورۍ پر ۱۲مه د هغې صوبې په خضدار، کلا سيف الله، پنجګور، ډېره مراد جمالي، نوشکي او اوتل ضلعو کې احتجاجونه کړي ول او د دوو ساعتونو لپاره يې لويې لارې د ټرافيکو پر مخ تړلې وې.

ملازمينو دا ډول د جنورۍ پر ۱۴مه د بلوچستان په ډېره الله یار، حب، خاران، ږوب، ګوادر، چمن او رکڼۍ سيمو کې هم احتجاجونه اعلان کړي او د دوو ساعتونو لپاره يې د لويو لارو د تړلو هوډ کړی دی.

د پښين د سرکاري ملازمينو د اتحادیې مشر محمد رسول وفا کاکړ د جنورۍ پر ۱۳مه د احتجاج پر مهال مشال راډيو ته وویل چې وفاقي حکومت د ۲۰۲۴ز او ۲۰۲۵ز په کلنۍ مالي بوديجه کې ملازمینو ته د ډي ار اې ورکولو اعلان کړی وو، چې د هغه په وينا، وفاقي ملازمینو ته ورکړل شوی خو د بلوچستان حکومت تر اوسه دوی ته دغه اضافي پيسې نه دي ورکړي.

نوموړي زياته کړه چې د دوی د اتحاديې مشرانو څو ځلې د بلوچستان له حکومت سره خبرې کړي خو تر اوسه دوی ته دغه مراعت نه دی ورکړل شوی. د هغه په خبره، صوبايي حکومت د دوی غوښتنو ته جدي نه دی نو ځکه دوی په احتجاجونو لاس پورې کړی دی.

اخوا د بلوچستان د خزانې وزیر شعیب نوشیرواني څو ورځې وړاندې ویلي وو چې سرکاري ملازمینو ته په تنخاګانو کې د دغو ځانګړو پيسو په ورکولو سره پر هغې صوبې د ۲۰ اربه روپيو اضافي بوج راځي، نو د دې ستونزې د هوارولو لپاره يې له حکومتي چارواکو سره سلا مشورې پیل کړې دي.




Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса