په وروستیو کې د "سوات سېنېما" د ړنګولو چارې پیل شوې دي او پر ځای به یې کاروباري مرکز جوړېږي. د سېنېما د ړنګولو چارو ټېکه دار ظفر علي مشال راډیو ته وویل، د سېنېما ړنګولو تر ټولو لوی لامل د نندارچیانو نه شتوالی دی. دی وايي، سېنېما له تېرو ۱۲ کلونو راهیسې په تاوان کې وه. خو د فلمونو مینه وال وايي، په تېرو کلونو کې د پښتو فلمونو معیار خورا خراب شوی دی نو ځکه یې څوک لیدو ته نه ورځي. هغه سېنېما په ۱۹۶۰ز لسیزه کې د سوات د والي د واکمنۍ پر مهال جوړه شوې وه. تر دې مخکې د خیبر پښتونخوا په مرکز پېښور کې هم د نندراچیانو د کموالي له وجې سېنېماګانې ړنګې شوې دي. تفصیل په ویډيويي رپورټ کې.