Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Январь
2026
1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13 14 15 16 17 18
19
20
21
22
23
24
25
26
27
28
29
30
31

پنجاب او بلوچستان کې ټرافیکي پېښو کې ۲۴ کسان وژل شوي

0

چارواکي وايي د پاکستان په بلوچستان او پنجاب صوبو کې په دوو ټرافیکی پېښو کې لږ تر لږه ۲۴ کسان وژل شوي او له ۴۰ زیات ژوبل دي.د پنجاب د سرګودې ضلعې د ژغورنې ادارې (رېسکیو ۱۱۲۲) رسنیو ته په استولي بیان کې ویلي دي چې د جنورۍ پر ۱۷مه یوه لارۍ وچ کانال (نهر) ته ولوېدله چې پکې ۱۴ کسان ووژل شول چې شپږ پکې ماشومان دي.

ډان ورځپاڼې د پنجاب د ژغورنې ادارې له خولې لیکلي دي چې په لارۍ کې سپاره کسان له اسلام اباده فیصل اباد ته په یوه جنازه کې د ګډون کولو لپاره روان ول چې موټر یې د حادثې ښکار شو.

د ژغورنې اداره وايي د لړې له وجې د اسلام اباد او لاهور ترمینځ های وې (لویه لاره) تړل شوې ده او ګاډي په جي ټي روډ تګ راتګ ته اړ شوي دي.

بل پلو، د بلوچستان د ګوادر په اورماړه تحصیل کې د مکران پر ساحلي های وې (لویې لارې) یو مساپر وړونکی بس د تېز رفتارۍ له وجې اوړېدلی دی چې ورکې لږ تر لږه ۱۰ کسان وژل شوي او له ۳۵ زیات ژوبل دي.

د اورماړو پولیسو مشر بشیر یوسف د جنورۍ پر ۱۷مه مشال راډیو ته وویل چې بس له کراچۍ د بلوچستان جیواني ته روان وو او ورکې سپاره کسان د سېند صوبې مزدوران وو چې د کار لپاره جیواني ته تلل.

په پاکستان کې وخت په وخت ټرافیکي پېښې زياتره وخت د ټرافیکي قوانینو د نه عملي کېدو، د سړکونو د خرابوالي، د ډرېورانو د بې احتیاطۍ او د هغوی د سمې روزنې نه کېدو او پر ټاکلي وخت د ګاډو د مرمت او معاینې نه کولو له وجې کېږي.

د دې ترڅنګ په ځینو وړو ښارونو او کلیوالو سیمو کې د ټرافیک کنټرول نظام کمزوری دی چې د حادثو مخه نیول ګرانوي. داراز، په ګاډو کې له اندازې زیات بار لېږدول یې هم کله نا کله توازن خرابوي او د پېښو ښکار کېږي.

د همدې له کبله د پاکستان په مختلفو برخو کې ټرافیکي پېښې وخت په وخت خلکو ته ځاني او مالي تاوانونه اړوي.




Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса