خيبر پښتونخوا، بلوچستان او افغانستان کې د سختو ورښتونو وړاندوينه شوې ده
د پاکستان د هوا پېژندنې ادارې د جنورۍ پر ۲۲ او ۲۳مه په خيبر پښتونخوا او بلوچستان کې د "سختو" بارانونو او په غرنيو سيمو کې د واورو وړاندوينه کړې ده.ادارې د جنورۍ پر ۲۲مه پر اېکس پاڼه په بيان کې ويلي دي چې د خيبر پښتونخوا په چترال، دير، سوات، کالام، شانګلې، کوهستان، بټګرام، بونېر، پېښور او قبايلي ضلعو کې د سختو بارانونو او په غرنيو سيمو کې د واورې امکان دی.
همداراز په بيان کې راغلي دي چې د بلوچستان په شمالي ضلعو لکه کوټه، زيارت، چمن، پښين، مسلم باغ، کلا سيف الله، کلا عبدالله، هرنايي او ژوب کې د واورې ورېدو لړۍ پيل شوې چې زور يې زياتېدای شي.
د کوټې په ګډون د بلوچستان په ګڼو سیمو کې د باران او واورو وروستۍ لړۍ هلته د یخنۍ زور زيات کړی دی.
د هوا پېژندنې ادارې د واورو ورېدو له امله د سوکونو بندېدو خبرداري هم ورکړی دی او خلکو ته یې د احتیاط کولو سپارښتنه کړې ده.
اخوا په افغانستان کې د طالبانو حکومت د هوا پېژندنې ادارې هم د جنورۍ پر ۲۲مه په ۳۰ ولایتونو کې د واورو او بارانونو وړاندوينه کړې ده.
ادارې په بيان کې ويلي دي چې د پلازمېنې په ګډون، په نورستان، کونړ، ننګرهار، لغمان، کاپیسا، پنجشېر، پروان، بغلان، سمنگان، بلخ، کندوز، فاریاب، سرپل، جوزجان، بادغیس، فراه، غور، هېلمند، کندهار، اوروزګان، دایکندي، بامیان، زابل، غزني، میدان وردګ، پکتیکا، پکتیا، خوست او لوگر ولایتونو کې د درنو واورو او بارانونو امکان دی.
د جنورۍ پر ۲۲مه په کابل کې د واورې ورښت پیل شو چې رسنیو او خلکو یې پر ټولنیزو شبکو رسنیو انځورونه او ویډيوګانې شریکې کړې دي. دا په پلازمېنه کې د سږني ژمي لومړنۍ واوره ده.
په عين حال کې د طالبانو د حکومت د ټولګټو چارو وزارت ویلي دي چې د سالنګ لار د واورې او توپان له امله د جنورۍ د ۲۱مې له سهاره د هر ډول ګاډو پرمخ تړل شوې ده.
تر دې یوه اونۍ مخکې هم د افغانستان په ۱۸ شمال ختیزو، شمالي، شمال لویدیزو، مرکزي او جنوب لویدیزو ولایتونو کې ورښتونه شوي ول.
تر دې مخکې د ډېسېمبر په پای او د ۲۰۲۶ز کال د جنورۍ په پیل کې تر اوږدې وچکالۍ وروسته د افغانستان په ۱۱ ولایتونو کې درې ورځې سخت ورښتونه وشول چې له وجې یې سېلابونو خلکو ته ځاني او مالي زیانونه واړول.
