د ګرینلینډ په څارنه او ساتنه کې سپي څنګه برخه اخلي؟
ډېنمارک په کنګل ژمي کې د ګرینلینډ د ساتنې او څارنې لپاره له یوه داسې کنډک څخه کار اخلي چې ځانګړي روزل شوي لسګونه سپي یې هم برخه دي. دا کنډک "سایرس" نومېږي او هغو لرې پرتو سیمو ته هم ورځي چې ښايي په ګاډو کې تګ ورته شونی نه وي. په دې وروستیو کې د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ پر ډېنمارک نیوکه کړې وه چې د ګرینلینډ ساتنه په څو سپيو کوي خو د سایرس کنډک یو پخوانی غړی وايي، د یادې سیمې تر ټولو موثره څارنه د سپيو په مرسته ممکنه ده.
د فرانس پرېس خبري اژانس له ویډیو جوړ راپور.
