Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Январь
2026
1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13 14 15 16 17 18 19 20 21 22 23 24 25 26 27 28 29 30
31

ښاریانو ته د کابل ښاروالۍ سپارښتنه: واورې په هغه ځای کې ذخیره کړئ چې جذب شي

0

په کابل کې چې ډیره واوره شوې، د طالبانو د حکومت د کابل ښارولۍ له خلکو غواړي چې د خپلو کورونو د بامونو او حویلۍ ګانو واورې د پخوو ځایونو په ځانګړي ډول سړکونو او پلوو لارو پر ځای، د خپلو کورونو په خاورینه ځمکه راټولې کړي.

د دغې ښاروالۍ ویاند نعمت الله بارکزي د چهارشنبې په ورځ د سلواغې په اتمه ازادي راډیو ته وویل، دا کار له یوې خوا د ځمکې لاندې اوبو له پیاوړتیا سره مرسته کوي او له بلې خوا د زېربناوو د تخریبېدو خطرکموي:

" له ټولو ښاریانو غواړو چې د خپلو بامونو او حویلیو واورې پخوو ځایونو په ځانګړي ډول سړکونو او پلوو لارو کې وانچوي، حتما په خپل کور کې به یې که کوم ګلدان یا کومه څاه وي هلته دې انتقال کړي، خپله کابل ښاروالې هم ټولې واورې چې له سړکونو یې پاکوي هغه ګلدانونو کې اچوي، تر څو د ځمکې لاندې اوبه تقویه شي او د ښاري زېربناوو د تخریب مخه هم ونیول شي."

نوموړي په دې برخه په ټولو کابل ښاریانو د ټینګې همکارۍ غږ وکړ.

په ورته وخت کې یو شمیر کابل ښاریان هم وايي، دا مهمه موضوع ده او دوی ورته پام کوي.

د کابل د احمدشاه بابا مینې اوسېدونکي عبدالرزاق ازادي راډیو ته وویل: " دا کومې واورې چې په بامونو باندې ورېږي، دا مونږ په پټیو، په ګلدانونو، دې شا او خوا کې اچوو، دا ډیر ښه کار دی، ځکه د ځمکې لاندې اوبه ډېرې کمې شوي، ټول خلک باید دا کار وکړي. "

د کرنې او اوبو برخې یو شمیر کارپوهان هم د طالبانو حکومت د کابل ښاروالۍ له دې غوښتنې ملاتړ کوي وايي، کابل ښار چې په دې ورستیو کې د ځمکې لاندې اوبو د کچې د ټیټېدو له جدي ستونزې سره مخ دی، باید د ستونزې د هواري لپاره له ورته فرصتونو استفاده وشي.

له دې ډلې ساحل دوران ازادي راډیو ته وویل: "دا یو ډیر ښه او نیک اقدام دی، که چېرې واوره په هغه ځای کې چې خاوره وي واچول شي، لکه باغونه، تش میدانونه، شنې سیمې نو ځمکه یې جذبوي او د اوبو لاندې اوبه زیاتېږي، دغه شان که بل اړخ ته یې وګورو د پسرلي لپاره خاوره لمده پاتې کېږي او دا نباتاتو ته ګټه رسوي، ځکه نرمه خاوره کې نبات ښه وده کوي."

خود ښاغلي دوران په خبره دا کار یوازې د کابل ښار د اوبو د کمښت ستونزه نه شي هوارولی او باید په دې برخه کې نور او لوی اقدامات ترسره شي.

مخکې د پلازمینې کابل د بېلابیلو سیمو اوسېدونکو په وار وار ازادي راډیو سره خبرو کې ویلي، چې د اوبو له کمښت سره مخ دي.

د مرسي کورپس په نوم یو ه نړیوال سازمان هم خبرداری ورکړی و چې تر ۲۰۳۰ کال پورې به کابل د اوبو له جدي ناورین او وچکالۍ سره مخ شي.

د طالبانو حکومت که څه هم د کابل د اوبو د کمښت د ستونزې د لرې کولو لپاره دې ښارته د پنجشیر سیند د اوبو د لیږدولو خبره کړې ده، خو د عملي چارو د پیل یې لا څه نه دي ویل شوي.




Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса