Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Январь
2026

Новости за 29.01.2026

روسان د ایران له بوشهر اټومي بټۍ څخه وتلو ته چمتو شوي

Pa.azadiradio.com 

روسیه وايي، دې ته چمتو ده که اړتیا وي چې د ایران د بوشهر له اټومي بټۍ څخه خپل کارکوونکي وباسي. د ازادی راډيو د ایران څانګې، فردا راډیو خبر ورکړ چې د روسیې د دولتي اټومي انرژۍ شرکت مشر الیکسي لیخاچف د پنجشنبې په ورځ (جنوري ۲۹) وویل چې روسیه په رښتینې توګه هیله لري چې ښکېل اړخونه به د بوشهر د امنیت لپاره خپلې ژمنې پوره کړي. هغه وویل چې روسیه وضعیت له نژدې څاري او د بهرنیو چارو او دفاع وزارتونو سره په همکارۍ، که اړتیا وه د تخلیې اقداماتو ترسره کولو ته چمتو ده. دا څرګندونې وروسته له هغه وشوې چې د امریکا... Читать дальше...

د افغانستان د فوټسال لوبډله نن له مالیزیا سره مسابقه لري

Pa.azadiradio.com 

ټاکل شوې ده چې نن د افغانستان د فوتسال ملي لوبډله د اسیایي جام لوبو په ترڅ کې د مالیزیا له ملي ټیم سره مسابقه وکړي. افغان لوبډلې د دې جام په ترڅ کې خپله لومړۍ لوبه له سعودي عربستان څخه درې د صفر په وړاندې ګټلې ده. دا لوبې په څلورو ګروپو کې د شپاړسو لوبډلو ترمنځ په اندونیزیا کې د جنوري په اووه ویشتمه پیل شوې دي چې پایلوبه به یې د فبروري په اوومه ترسره شي. افغانستان په ( ډي) ګروپ کې له مالیزیا، سعودي عربستان او ایران سره یوځای شوی دی.

نولس کلنه افغان کرکټ لوبډله نن په نړیوال جام کې له ایرلنډ سره مخامخیږي

Pa.azadiradio.com 

له نولس کلونو لږ عمره کرکټ نړیوال جام کې نن افغان لوبډله له ایرلنډ سره مهمه مسابقه لري. که چیرته د افغانستان ټیم ایرلنډ ته ماتې ورکړي نو د دې نړیوال جام نیمه پایلوبې ته یې د وتلو چانس خورا لوړیږي. افغانستان د دې نړیوال جام په الف ګروپ کې له دریو لوبو دوې ګټلې او یوه بایللې چې له استرالیا وروسته دوهم ځای لري، ایرلنډ هم درې لوبې کړې دي او درې سره یې بایللي دي. دا نړیوال جام د زیمبابوې او نامیبیا په ګډ کوربتوب د جنوري په پنځلسمه پیل شوی دی چې پایلوبه به یې د فبروري په شپږمه ترسره شي.

درې ورځې پرله پسې د افغانستان په یوشمیر ولایتونو کې د ورښتونو اټکل شوی

Pa.azadiradio.com 

د وړاندوینې له مخې نن، سبا او بل سبا د افغانستان په اوولس ولایتونو کې د ورښتونو امکانات شته. د طالبانو د هوا پیژندنې ادارې په یوه بیان کې لیکلي دي چې په هرات، غور، بادغیس، فراه، نیمروز، هلمند، کندهار، رزګان، جوزجان، سرپل، فاریاب، بلخ، غزني، لوګر، میدان وردګ، پروان او کابل کې به واورې او بارانونه وشي. د خبرپاڼې له مخې په ځینو سیمو کې د سیلابونو د راوتلو امکانات شته.

سیګار اداره سر له سبا خپل فعالیتونه دروي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د بیارغاونې لپاره د امریکا د سرمفتش اداره( سیګار) د شنبې له ورځې خپل فعالیت رسما پای ته رسوي. دې ادارې په ایکسپاڼه لیکلي دي چې فعالیتونه یې د دوه زره شپږ ویشتم کال د جنوري په یو دیرشمه پای ته رسیږي. د سیګار اداره د امریکا د کانګرس له لورې په دوه زره اتم کال کې رامنځته شوه او هدف یې په افغانستان کې د امریکا د مرستو او لګښتونو څارنه وه. سیګار د خپل فعالیت د ختمیدو په تړاو په خپاره کړي بیان کې له ټولو هغو کسانو مننه کړې ده چې په تیرو اوولس کلونو کې یې د دې ادارې ملاتړ کړی دی.

ولې د داعش خراسان څانګه په افغانستان کې چینایي اتباع په نښه کوي

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو تر واکمنۍ لاندې په افغانستان کې د اسلامي دولت ډلې د خراسان څانګې (داعش) له خوا پر چینایي اتباعو وروستي برید، دا پوښتنې راولاړې کړې دي چې ولې د چین وګړي او ګټې یې دا ډله په نښه کوي؟ په وروستۍ پېښه کې، دې ډلې د جنورۍ په ۱۹مه په کابل ښار کې پر یوه چینایي رستورانټ د برید مسؤلیت پر غاړه واخیست. د طالبانو د حکومت له خوا د خپرو شویو شمیرو له مخې، په دې برید کې اووه تنه وژل شوي او شاوخوا دیارلس نور ټپیان شوي، چې په وژل شویو کې یو چینایي تبعه هم شامل و. د کابل د شهرنو په ګلفروشي کوڅه کې د «لانژو... Читать дальше...

په ایران کې د حکومت خلاف په مظاهرو کې وژل شوې زهرا بهلولپور پېژنئ؟

Mashaalradio.com 

زهرا بهلولپور ۲۳ کلنه ایرانۍ زده کوونکې اصلا د فارس صوبې اوسېدونکې وه خو په سرښار تهران کې یې لوړې زده کړې کولې. هغه د جنورۍ پر اتمه د حکومت ضد د مظاهرو پر مهال وویشتل شوه. دا چې هغه مهال په ایران کې انټرنیټ بند وو نو د زهرا ملګري اوس هغې ته د درناوي په موخه پر ټولنیزو رسنیو د هغې انځورونه او ویډیوګانې خپروي. د مشال راډیو د خبر د مرکزي څانګې له ویډیو جوړ راپور وګورئ.



له ايرانه د تشدد ډکې نوې ويډيوګانې رابرسېره شوې دي

Mashaalradio.com 

په ايران کې د ډېسېمبر له ۲۸مې پيل شوې مظاهرې د حکومت لخوا تر ډېره حده کنټرول شوي دي، خو د ايرانيو ځواکونو لخوا د وژل شويو مظاهرچيانو خپلوان لاهم د هغوی مړي لټوي. چارواکو په هغه هېواد کې پر انټرنېټ سخت بندیز لګولی دی خو پر هغه سربېره د مختلفو لارو ويډيوګانې مخې ته راځي چې په کې پر مظاهرچيانو د ايرانيو ځواکونو تشدد او د وژل شويو کسانو د خپلوانو ویر او ماتم تر سترګو کيږي. د مشال راډیو ايرانۍ څانګې فردا هم داسې یو شمېر تصديق شوې ويډيوګانې ترلاسه کړې دي چې خلک پکې په مرده خانو کې د خپلوانو مړي لټوي. دا... Читать дальше...

یونیسف: د نجونو په ثانوي زده کړو د بندیز لرې کول به دوی ته اجازه ورکړي چې اړین مهارتونه زده کړي

Pa.azadiradio.com 

په افغانستان کې د زده کړو د سیستم په وړاندې شته ننګونو ته د اندیښنو په دوام، له ماشومانو د ملګرو ملتونو د ملاتړ وجهي صندوق (یونیسف) وايي دا سیستم جدي خنډونو او ننګونو سره مخ دی، خو لا یې د بیا رغونې امکان شته. دې بنسټ د چهارشنبې په ورځ «د دلوې په اتمه» په خپله ایکس پاڼه (پخواني ټویټر) د نجونو د زده کړو پر اهمیت او د افغانستان په راتلونکي یې پر مثبت اغیز ټینګار کړی، او د دې محدودیتونو د لرې کېدو غوښتنه یې کړې ده. یونیسف ویلي چې "د نجونو په ثانوي زده کړو د بندیز لرې کول به دوی ته اجازه ورکړي چې اړین... Читать дальше...

جګړه زما کور ته راغله" د مشال راډیو د اوکراینۍ څانګې د خبریال اپارتمان په نخښه شوی"

Mashaalradio.com 

د جنورۍ پر ۲۸مه روسیې د اوکراین په پلازمېنه کییف کې پر یو اپارتمان د ډرون برید وکړ چې پکې د مشال راډیو د اوکراینۍ څانګې خبریال ماریان کوشنېر هم اوسېده. کوشنېر وايي چې هغه د رڼا پړک او د کړکیانو درزا واورېده. پولیس وايي چې تر حملې وروسته کوشنېر منډه کړه او د یوه ګاونډي ماشوم یې د اور لمبو څخه وژغوره. د ماشوم مور او د هغې ملګری په اور کې وسوځېدل او مړه شول. ماریان کوشنېر دغه پېښې بیانوي چې عبدالحی کاکړ یې پښتو بڼه وړاندې کوي.

ښاریانو ته د کابل ښاروالۍ سپارښتنه: واورې په هغه ځای کې ذخیره کړئ چې جذب شي

Pa.azadiradio.com 

په کابل کې چې ډیره واوره شوې، د طالبانو د حکومت د کابل ښارولۍ له خلکو غواړي چې د خپلو کورونو د بامونو او حویلۍ ګانو واورې د پخوو ځایونو په ځانګړي ډول سړکونو او پلوو لارو پر ځای، د خپلو کورونو په خاورینه ځمکه راټولې کړي. د دغې ښاروالۍ ویاند نعمت الله بارکزي د چهارشنبې په ورځ د سلواغې په اتمه ازادي راډیو ته وویل، دا کار له یوې خوا د ځمکې لاندې اوبو له پیاوړتیا سره مرسته کوي او له بلې خوا د زېربناوو د تخریبېدو خطرکموي: " له ټولو ښاریانو غواړو چې د خپلو بامونو او حویلیو واورې پخوو ځایونو په ځانګړي... Читать дальше...

د کورمې کډوال په کيمپ کې د ژوند له بنيادي اسانتياوو بې برخې دي

Mashaalradio.com 

د کورمې په یوشمېر برخو کې د وسلوالو پر ضد د پوځي عملیاتو له وجې بې کوره شوي وايي، د تیندو سامې سیمې په پنډغالي (کیمپ) کې د ژوند له بنیادي اسانتیاوو بې برخې دي. په هغه کیمپ کې د علي شېرزیو، مسوزیو او زهشمت تر ۵۰۰ زیاتې کورنۍ پاتې کېږي. کډوال وايي، هلته نه د ماشومانو ښوونځی شته، نه تشنابونه لري او له روغتیايي خدماتو هم بې برخې دي. چارواکي وايي، د بې کوره شویو اړتیاوو پوره کولو ته چمتو دي. ويډيويي راپور .

د اسلام اباد يو عدالت د خيبر پښتونخوا د اعلاوزير سهېل اپرېدي د نيولو امر کړی دی

Mashaalradio.com 

د اسلام‌ اباد يو ضلعي عدالت د ریاستي ادارو پر ضد د "ګمراه کوونکو" څرګندونو او د هغوی نوم ته د "زيان رسولو" په قضیه کې د نه حاضرېدو له امله د خيبر پښتونخوا د اعلاوزير سهېل اپرېدي د نیولو امر کړی دی.د عدالت سېول جج عباس شاه د جنورۍ پر ۲۸مه د اپرېدي پر ضد د روانې قضیې په اورېدنه کې امر وکړ چې هغه دې ونیول شي او عدالت ته دې وړاندې کړل شي. عدالت د هغې قضیې اورېدنه د فبرورۍ تر ۱۰مې نېټې وځنډوله. د سهېل اپریدي پر ضد دا مقدمه د پاکستان د برېښنايي جرمونو د مخنیوي قانون "پیکا" لاندې د هغه هېواد د انټرنېټي... Читать дальше...

د غوا د ځان ګرولو چلونو ساینسپوهان حیران کړي دي

Mashaalradio.com 

په اسټریا (اتریش) کې د یوې غوا د ځان ګرولو چلونو ساینسپوهان د هغې مطالعې او څېړنې ته اړ کړي دي. د وېرونیکا په نوم هغه غوا د یو لرګي یا لښتې په وسیله د خپل وجود هغه برخې ګروي چې له سره یې لیرې دي. ساینسپوهان وايي، د هغې غوا مهارتونه غیر معمولي یا فوق العاده دي. د رویټرز اژانس له ویډیو جوړ رپورټ.

د اسیا د فوټسال جام په ننیو لوبو کې کوم ټیمونه لوبیږي ؟

Pa.azadiradio.com 

د اسیا د فوتسال جام دلوبو په ترځ کې نن پنجشنبه هم ۴ سیالۍ ترسره کیږي. لبنان له ویتنام او جنوبي کوریا له عراق سره لوبیږي. دغه راز د کویټ ټیم تایلند او په یوه بله لوبه قرغیزستان له اندونیزیا سره مخاخ کیږي. پرونیو لوبو کې دافغانستان ټیم سعودي عربستان ته ۳-۰ ماته ورکړه ، د ازبکستان او تاجیکستان لوبه ۰-۰ مساوي شوه ، او دایران ټیم مالیزیا ته ۴-۱ ماته ورکړه او دغه راز د جاپان ټیم استرالیا ته ۶-۲ ماته ورکړه. د افغانستان دفوتسال ملي ټیم ددغه جام په سیالیو کې خپله دوهمه لوبه د جمعې په ورځ د مالیزیا ټیم سره کوي. Читать дальше...

د افغانستان د کریکټ ملي ټیم راتلونکې اونۍ ویست انډیز او سکاتلند سره لوبې کوي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د کریکټ ملي ټیم د ۲۰۲۶ کال د کریکټ د نړیوال شل اوریزجام د تمریناتي لوبو مهالویش سره سم راتلونکې اونۍ سکاتلند او ویست اندیز سره لوبې کوي. دافغانستان کریکټ بورډ د چهارشنبې په ورځ په خپله فیسبوک پاڼه ولیکل چې دافغانستان او سکاتلند د ټیمونو ترمینځ شل اوریزه تمریناتي لوبه د سلواغې په ۱۳ مه د دوشبنې په ورځ او د ویست اندیز په وړاندې لوبه د سلواغې په ۱۵ مه د چهارشنبې په ورځ ترسره کیږي. د ۲۰۲۶ کال دشل اوریز نړیوال جام لوبې دهند او سیریلانکا په کوربه توب د سلواغې په ۱۹ مه پیلیږي.

د کابل څخه لسګونه زره مستحق او حرفه اي سوالګر راټول شوي دي

Pa.azadiradio.com 

افغانستان کې د طالبانو حکومت وايي د سوالګرو د راټولولو دلړۍ د پیل راهیسې یې په مجموع کې د کابل له ښاره تقریبا ۷۵ زره سوالګر را ټول کړي چې په دوی کې ۳۸ زره تنه د مرستو مستحق او ۳۷ زرتنه حرفه اي سوالګر پیژندل شوي دي. د ریاست الوزرا د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر دفتر د چهارشنبې په ورځ وویل چې مستحق کسان سرې میاشتې ته معرفي شوي دي او هره میاشت د بانک له لارې ورسره نقدي مرسته کیږي. اعلامیه زیاتوي چې ځینې دغه سوالګر دتداوي لپاره روغتیا وزارت اوځینې نور دکار موندنې لپاره دکابل شاروالی ته معرفي شوي دي. Читать дальше...

اروپايي اتحادیه په ایران بندیزونه لګوي

Pa.azadiradio.com 

اروپايي اتحادیې ومنله چې دایران په یوشمیر چارواکو بندیزونه ولګوي. د اتحادیې د غړو هیوادونو سفیرانو موافقه کړې چې د ایران پر یوشمیر چارواکو د وروستیو مظاهرو په ځپلو کې د ونډې له امله بندیزونه ولګوي. دغه لاریونونه چې د روانې جنورې میاشتې پیل کې ټول هیواد ته وغځیدل د حکومت لخوا له په مرګونو اقداماتو وځپل شول. داروپايی اتحادیې هیوادونو په هغو ایراني افرادو او ادارو هم جلا بندیزونه تصویب کړل چې په اوکراین کې یې د روسیې جګړه کې مرسته کړې. دغه بندیزونه چې د شتمنیو کنګل او دویزو بندیز په کې شامل دي د چهارشنبې... Читать дальше...

انقرې د افغانستان دبشري صندوق سره ۵ لکه ډالر مرسته وکړه

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د بشري مرستو صندوق د ترکیې د ۵ لک ډالرو مرستې خبر ورکوي. دغه صندوق د چهارشنبې په ورځ په خپله ایکسپاڼه د انقرې لدې مرستې مننه وکړه. صندوق وايی دغه پیسې د ستنوشویو کډوالو او داخلي بیځایه شویو کسانو په ضروري اړتیاوو لګول کیږي. دغه ځانګړی صندوق د ملګرو ملتونو لخوا تاسیس شوی دی. د ملګرو ملتونو دبشري مرستو د همغږی دفتر ، اوچا، وايي په روان ۲۰۲۶ کال کې شاوخوا ۲۱.۹ ملیونه کسان په افغانستان کې مرستو ته اړتیا لري. اوچا زیاتوي ددغه شمیر خلکو اړتیاوو د پوره کولو لپاره ۱.۷۲ ملیارد ډالرو ته اړتیا ده.

سهارنۍ خبري مجله

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان ، سیمې او نړۍ مهم خبرونه او خبری رپوټونه

په اصولنامه باندې انتقادونو ته د طالبانو غبرګون ; په قوانینو اعتراض په شریعت اعتراض دی

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو دحکومت عدلیه وزارت په جزايي اصولنامه باندې له انتقادونو وروسته وايي په اسلامي قوانینو باندې اعتراض ، په شریعت اعتراض دی او قانوني تعقیب به ولري. دغه وزارت د چهارشنبې ورځې اعلامیه کې وویل چې د حکومت په تقنینی اسنادو کې هیڅ ماده ، فقره ، جزء، بند او حکم نشته چې اسلامي شریعت سره مطابقت ونلري.


Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса