روسان د ایران له بوشهر اټومي بټۍ څخه وتلو ته چمتو شوي
روسیه وايي، دې ته چمتو ده که اړتیا وي چې د ایران د بوشهر له اټومي بټۍ څخه خپل کارکوونکي وباسي.
د ازادی راډيو د ایران څانګې، فردا راډیو خبر ورکړ چې د روسیې د دولتي اټومي انرژۍ شرکت مشر الیکسي لیخاچف د پنجشنبې په ورځ (جنوري ۲۹) وویل چې روسیه په رښتینې توګه هیله لري چې ښکېل اړخونه به د بوشهر د امنیت لپاره خپلې ژمنې پوره کړي. هغه وویل چې روسیه وضعیت له نژدې څاري او د بهرنیو چارو او دفاع وزارتونو سره په همکارۍ، که اړتیا وه د تخلیې اقداماتو ترسره کولو ته چمتو ده.
دا څرګندونې وروسته له هغه وشوې چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د چهارشنبې په ورځ پر ایران غږ وکړ چې د خبرو اترو میز ته راشي او د خپلو اټومي وسلو د پریښودو لپاره موافقه وکړي؛ که نه نو، د امریکا راتلونکی برید به ډیر سخت وي.
د چنګاښ په لومړۍ نیټه د ایران پر اټومي تاسیساتو د امریکا په برید کې د بوشهر اټومي بټۍ په نښه نه شوه. په هغه وخت کې، الیکسي لیخاچف خبرداری ورکړی و چې د بوشهر پر تاسیساتو برید کولی شي د ۱۹۸۶ کال د چرنوبل د پېښې په څیر د یوه ناورین سبب شي.
