په پاکستان او افغانستان کې د ګوزڼ واکسیني کیمپېن روان دی
په پاکستان او د افغانستان په ۱۶ ولایتونو کې د فبرورۍ له دویمې څخه د پولیو واکسیني کیمپېن پیل شوی دی.د پاکستان د وزیراعظم شهباز شریف دفتر د فبرورۍ پر دویمه په بیان کې ویلي، دا کیمپېن به په ځینو ځایونو کې پینځه او په ځینو سیمو کې اووه ورځې روان وي چې پر مهال یې تر پینځو کلونو پورې عمر لرونکي شاوخوا ۴۵ مېلیونه (څلور نیم کروړه) ماشومان واکسینېږي.
د ګوزڼ ختمولو چارو لپاره د وزیراعظم سلاکارې عایشې رضا فاروق په بیان کې ویلي دي چې د کیمپېن پر مهال شاوخوا ۴۰۰،۰۰۰ رضاکاران کور په کور ګرځي او ماشومانو ته څاڅکي ورکوي.
په همدې حال کې په خیبر پښتونخوا کې د پولیو کیمپېن لپاره د ګورنر سلاکار طارق مروت د فبرورۍ پر دویمه مشال راډیو ته وویل چې د روغتیايي ډلو د امنیت لپاره یې ۳۵،۰۰۰ سرتېري ګومارلي دي.
اخوا په افغانستان کې د طالبانو د حکومت د روغتیا وزارت په خبرپاڼه کې ویلي، د فبرورۍ له دویمې څخه په څلور ورځني کیمپېن کې تر پینځو کلونو پورې عمر لرونکي ۷.۳ مېلیونه ماشومان واکسینېږي.
"له ګوزڼه پاک افغانستان" بنسټ پر اېکس په بیان کې ویلي چې کیمپېن د کندوز، نورستان، کونړ، لغمان، ننګرهار، خوست، پکتیا، پکتیکا، غزني، زابل، اوروزګان، کندهار او هېلمند ولایتونو په ټولو سیمو او د کابل، بلخ او هرات ولایتونو په ځینو سیمو کې ترسره کېږي.
د پاکستان د پولیو مخنیوي پروګرام وايي، په ۲۰۲۵ز کال کې په پاکستان کې د ګوزڼ ۳۱ پېښې ثبت کړې وې چې ورڅخه یې ۲۰ ماشومان د خيبر پښتونخوا، نهه د سيند، یو د پنجاب او یو د اسلام اباد تر واک لاندې د ګلګت بلتستان اوسېدونکی وو. تر دې مخکې په ۲۰۲۴ز کال کې په پاکستان کې د پولیو ټولې ۷۴ پېښې ثبت شوې وې.
پاکستان او افغانستان د نړۍ یوازیني هېوادونه دي چې پکې لا هم د پولیو وایرس موجود دی. د طالبانو حکومت وايي، په افغانستان کې تېر کال لږ تر لږه ۱۰ ماشومان ګوزڼ وهلي ول.
روغتیاپالان وايي چې پوليو يوه وايرسي ناروغي ده چې درملنه نه لري او يوازې واکسين کولاى شي چې ماشومان ورڅخه وژغوري نو ځکه دا اړینه ده چې میندې او پلرونه د هر کیمپېن پر مهال تر پینځو کلونو پورې عمر لرونکي ټول ماشومان واکسین کړي.
