د ۲۰ اووره کرکټ نړیوال جام: ایرلینډ عمان ته په ۹۶ منډو ماتې ورکړه
د ۲۰ اووره کرکټ نړیوال جام په سیالیو کې د فبرورۍ پر ۱۴مه ایرلینډ عمان ته په ۹۶ منډو ماتې ورکړه.د فبرورۍ پر ۱۴مه پر دې سربېره دوه نورې لوبې هم ترسره کېږي، د سکاټ لینډ او انګلینډ ترمینځ لوبه روانه ده او د نیوزيلینډ او جنوبې افریقې ترمینځ به لوبه وروسته د پېښور پر وخت په شپږنیمو بجو ترسره شي.
د فبرورۍ پر ۱۴مه په لومړۍ لوبه کې عمان پچه وګټله او لومړی یې د توپ اچونې پرېکړه وکړه. ایرلینډ په ټاکلو ۲۰ اوورونو کې د پینځو لوبغاړو په تاوان ۲۳۵ منډې جوړې کړې. د ایرلینډ لورکان ټوکر ۹۴ او ګیرېت ډېلاني ۵۶ منډې وکړې. په ځواب کې د عمان ټوله لوبډله په ۱۸ اوورونو کې په ۱۳۹ منډو وسوځېده او په دې توګه ایرلینډ دا لوبه په ۹۶ منډو وګټله. د عمان له غاړې عامر کلیم ۵۰ او حماد مرزا ۴۶ منډې جوړې کړې.
تر دې وړاندې د فبرورۍ په ۱۳مه هم درې لوبې ترسره شوې. په هغو لوبو کې زېمبابوې اسټرالیا ته، متحده عربي اماراتو کاناډا ته او امریکا نیدرلینډ ته ماتې ورکړه.
د ۲۰ اووره کرکټ نړیوال جام په سیالیو کې د فبرورۍ پر ۱۵مه د هند او پاکستان، ویسټ انډیز او نیپال او د امریکې او نمیبیا ترمینځ لوبې ترسره کېږي.
د هند او سري لنکا په کوربه توب د ۲۰ اووره کرکټ نړیوال جام سیالۍ د فبرورۍ پر اوومه پیل شوې دي چې پکې ۲۰ لوبډلې، چې په څلورو ډلو یا ګروپونو وېشل شوې دي، برخه اخلي.
ټاکل شوې چې د نړیوال جام پایلوبه د مارچ پر اتمه نېټه وشي.
