علیمه خان: عمران خان له خپلو زامنو سره ټیلیفوني خبرې کړې دي
علیمه خان وايي د پاکستان د سترې محکمې (سپریم کورټ) په امر حکومت عمران خان ته اجازه ورکړېده چې له خپلو زامنو سره پر ټیلیفون خبرې وکړي.دا په داسې حال کې ده چې د فبرورۍ پر ۱۴مه هم د پاکستان ایین ساتنې غورځنګ (تحریک تحفظ ایین پاکستان) په نوم د حکومت مخالفو ګوندونو اتحاد مشرتابه او غړو احتجاج روان وو. دوی د پخواني وزیراعظم عمران خان د "خراب روغتیايي حالت" او له هغه سره پر ملاقاتونو د "بنديز" پرضد د پارلېمان مخې ته د احتجاجي پرلت وهلی دی.
خو د عمران خان خور علیمه خان د فبرورۍ پر ۱۴مه پر اېکس (پخواني ټوېټر) لیکلي دي چې ورور یې په لندن کې مېشتو خپلو زامنو قاسم خان او سلېمان خان سره تر ۲۰ دقیقو پورې د ټیلیفون له لارې خبرې کړې دي.
نوموړې وايي، وریرونو ورته ویلي دي چې عمران خان پر دغه ټیلیفوني تماس ډېر خوشاله وو چې له یوې مودې وروسته یې له خپلو بچو سره خبرې وشوې. علیمه خان وايي، هغوی اوس تمه لري چې د عمران خان د درملنې لپاره به په بیړني ډول اقدامات وشي.
په ورته مهال د پاکستان تحریک انصاف ګوند پلویانو د فبرورۍ پر ۱۴مه په سرښار اسلام اباد، راولپېنډۍ او لاهور په ګډون په ګڼو ښارونو کې د مظاهرو پر مهال له حکومته غوښتنه وکړه چې حکومت دې په په شفا روغتون کې د عمران خان درملنه وکړي. دوی شعارونه ورکول چې "عمران خان دې له زندانه خوشې کړل شي."
د پاکستان ایین ساتنې غورځنګ (تحریک تحفظ ایین پاکستان) او د پاکستان تحریک انصاف ګوند پلویانو احتجاج پر دې سربېره پیل کړی چې وفاقي حکومت دوی له ډاډ ورکړی دی چې د خان صحت او درملنې ته پوره پام کوي.
دا مظاهرې وروسته له هغه پیل شوې دي چې د فبرورۍ پر ۱۲مه د عمران خان وکیل سلمان صفدر سپریم کورټ ته د نوموړي د روغتیا په اړه راپور وړاندې کړ.
په راپور کې راغلي چې د جنورۍ په وروستۍ اونۍ کې پر معاینې او درملنې سربېره د خان "ښۍ سترګه" خورا کمزورې شوې ده او "د دید یوازې ۱۵ سلنه" ځواک لري.
د پاکستان سپریم کورټ حکومت ته امر کړی دی چې د فبرورۍ تر ۱۶مې پورې دې عمران خان ته د سترګو له ډاکترانو سره د لیدو او له خپلو بچیو سره د ټېلېفوني خبرو اسانتیا ورکړي.
خان له ۲۰۲۳ز کال راهیسې د درغليو په ګډون په یوشمېر قضیو کې بندي دی چې په ځینو کې یې عدالتونو د خوشې کولو امر کړی دی. البته په زندان کې یو ځانګړي عدالت د تېر کال په ډېسېمبر کې هغه او ښځې ته د ۱۷، ۱۷ کلونو د بند سزا واوروله.
عمران خان او بشرا بي بي پر ځان لګېدلي تورونه ردوي او ټولې قضيې سیاسي بولي.
