Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Март
2026
1 2 3
4
5
6
7
8
9
10
11
12
13
14
15
16
17
18
19
20
21
22
23
24
25
26
27
28
29
30
31

د پاکستان شيعه مشرانو ادعا کړې چې وروستي تاوتريخوالي کې ۳۵ مظاهره چيان وژل شوي

0

په پاکستان کې شيعه مشرانو ادعا کړې چې د ملک په بېلابېلو برخو کې پر مظاهرينو د پولیسو په ډزو کې ۳۵ کسان وژل شوي دي. له تاوتريخولي ډکې دا مظاهرې د مارچ پر دويمه، تر هغې وروسته په اسلام اباد، پېښور، کراچۍ او ګلګت بلتستان کې پيل شوې چې امريکې او اسرايلو په بریدونو کې د ايران ستر مذهبي مشر علي ايت الله خمينايي وواژه.

په کراچۍ کې د شیعه مذهبي سیاسي ګوند، مجلس وحدت المسلمین وياند احمر رحمان زېدي د مارچ په دویمه مشال راډیو سره په خبرو کې ادعا وکړه چې په هغه ښار کې کې د امریکا قونصلګرۍ مخې ته د احتجاج پر مهال د ډزو له امله د وژل شویو کسانو شمېر ۱۶ ته رسېدلی دی. د هغه په وينا ټول وژل شوي په ډزو لګېدلي دي. زيدي زیاته کړه چې له وژل شویو څخه ۷ کسان د سکردو اوسېدونکي وو چې مړي یې خپلو سیمو ته لېږدول شوي او پاتې کسان په کراچۍ کې خاورو ته سپارل شوي دي.

پر دې سربیره په کراچۍ کې د شيعه ګانو يو بل مذهبي مشر، علامه شاهنشاه نقوي د مارچ پر دويمه په هغه ښار کې د يوې خبري غونډې په وخت دعوه وکړه چې ټول ۳۵ مظاهره چيان وژل شوي دي. هغه تور دعوه وکړه چې په کراچۍ کې ۱۶، په ګلګت کې ۷ او په اسلام اباد او سکردو کې ۶، ۶ تنان وژل شوي.

خو سرکاري چارواکو د مړو دا شمېر نه دی تايد کړی. د سیند صوبې د پولیسو مشر، ازاد خان د دفتر لخوا په خپور شوي بيان کي راغلي چې د امريکا قونصلګرۍ مخې ته د احتجاج پر مهال لس کسان وژل شوي دي.

د کراچۍ پولیسو سرجن ډاکټر سمیه سعید هم د مارچ په دوهمه مشال راډیو ته وویل چې د امریکا قونصلګرۍ دننه او بهر د تاوتریخوالي په پېښه کې لس کسان وژل شوي او ۷۳ تنه ټپیان شوي دي. د هغې په خبره، له ټپیانو څخه ۲۲ لا هم د کراچۍ په بېلابېلو روغتونونو کې تر درملنې لاندې دي او پاتې نور له لومړنۍ درملنې وروسته خپلو کورونو ته ستانه شوي دي.

تر اوسه د ګلګت بلتستان، سکردو او اسلام اباد چارواکو د وژل شويو مظاهره چيانو شمېرې نه دې وړاندې کړي.

د پاکستان په بېلا بېلو ښارونو کې تاوتريخوالی د مارچ پر لومړۍ نېټه تر هغې وروسته مخې ته راغی چې ځينو خلکو د ایران ستر مذهبي مشر وژل کېدو پر ضد احتجاجونه وکړل. په کراچۍ کې ځيني پارېدلي مظاهره چيان د امريکې پر قونصلګرۍ ورغلل او هلته یې د اور اچولو کوښښ وکړ. خو پولیسو او رينجرز ځواکونو قونصلګرۍ ته د هغوی د داخېلدو مخه ونیوله.

په همدې حال کې په کراچۍ کې د وروستیو احتجاجونو او تاوتریخوالي له پېښو وروسته د سيند حکومت په ټول ښار کې دفعه ۱۴۴ لګولې ده. د صوبایي حکومت له پرېکړې سره سم، په ښار کې پر هر ډول جلسو، جلوسونو او په مظاهرو او څلورو څخه د زیاتو کسانو پر راټولېدو بندیز لګول شوی دی۔

په کراچۍ سربیره په اسلام اباد او ګلګت بلتستان کې هم تاوتريخوالی شوی دی. په اسلام اباد کې هم په ځينو ځایونو کې ګرځبندیز دی او د امریکا سفارت او قونصلګریو د وېزو ورکولو خدمات ځنډولي دي.

په ګلګت بلتستان کې ځايي خبریالان وايي چې حکومت هلته په دوو ضلعو کې ۳ ورځې کرفيو يا ګرځبندیز لګولی دی. خبريال نديم خان په دې اړه د مارچ پر دويمه، مشال راډيو ته وويل: "ګلګت او سکردو غټې ضلعې دي چې اوس پکې د امنيت لپاره پوځ ځای پر ځای شوی دی. پر داخلي او خارجه لارو امنيت سخت کړل شوی دی. مظاهره چيانو د ملګرو ملتونو دوه او د پوليس مشر ايس پي يو دفتر سوځولی دی. ځينو نورو سرکاري دفترونو او د سرکاري سکولونو ودانيوو ته هم زیات رسېدلی دی.''

په اسلام اباد، پېښور او کراچۍ کې د امريکې سفارتي ودانيوو ته تللې لارې بندې کړل شوې دي. هلته خوا او شا پولیس ځای پر ځای شوي او امنيت یې زیات کړل شوی دی.




Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса