Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Март
2026
1 2 3 4 5 6 7
8
9
10
11
12
13
14
15
16
17
18
19
20
21
22
23
24
25
26
27
28
29
30
31

جګړې په تورخم کې د افغان کډوالو کډې ایسارې کړې دي

0

د پاکستاني او طالب سرتېرو ترمینځ روانې جګړې هغه افغان کډوال سخت اغېزمن کړي دي چې له پردېسۍ وطن ته پر لاره دي. دوی د مارچ پر پینځمه په تورخم کې مشال راډیو ته وویل، د پاکستان د پرېکړې پر اساس او د پولیسو له خوا په پرله پسې ډول له ځورول کېدو وروسته یې کډې بار کړې او افغانستان ته روان شول خو لا له تورخمه نه ول اوښتي چې جګړه شروع شوه. ځینو یې د مشال راډیو له لارې د پاکستان له حکومته غوښتنه وکړه چې ورته دې افغانستان ته د اوړېدو اجازه ورکړي. دغه کډوال همدا رنګه شکایت کوي چې پر ډاګ ولاړ او د روژه ماتي او چربانګ (سحرۍ) له سهولتونو هم بې برخې دي. پاکستاني چارواکو تراوسه د دغو کډوالو د برخلیک په اړه څه نه دي ویلي.

د مشال راډیو خبریال له تورخمه دا راپور رالېږلی.




Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса