Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Март
2026
1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13 14
15
16
17
18
19
20
21
22
23
24
25
26
27
28
29
30
31

د افغانستان او پاکستان د بریدونو دوام، زرداري وایي، طالبان له ( سرې کرښې) اوښتي

0

د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري وایي، د طالبانو حکومت پر دوی " د سطحي ډرونونو" په برید سره " له سرې کرښې تېر شوی دی".فرانس پریس نن شنبه د زرداري په حواله دغه خبره کړې او ویل شوي چې پر اسلام اباد د افغانستان له لوري ډرون بریدونه پوځي تاسیساتو ته له رسیدو مخکې شنډ شوي دي.د پاکستان پوځ ادعا کړې چې د ډرونونو د ټوټو له کبله په کوټه، کوهاټ او راولپڼدۍ کې د ۲ ماشومانو په ګډون ۳ ملکیان ټپيان کړي دي.د طالبانو د دفاع وزارت بیا ادعا کړې چې تېر ماښام یې د اسلام اباد په فیض اباد کې د " حمزه" په نوم پوځي تاسیسات په نښه کړي دي.له دغه برید وروسته پاکستاني رسنیو د اسلام اباد هوایي ډګر د فعالیتونو د لنډمهاله دریدو خبر هم خپور کړ.د طالبانو د حکومت دفاع وزارت دغه راز ویلي چې نن سهار یې کونړ او ننګرهار کې د کرښې هغې غاړې ته د پاکستاني پوځیانو یوه پوسته نیولې او ۱۴ پوځیان یې وژلي دي.ازادي راډیو په خپلواک ډول د دواړو لورو ادعاوې نه شي تاییدولی.




Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса