Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Март
2026

Новости за 13.03.2026

اسلام اباد ته څېرمه پر قیض اباد د بې پېلوټه الوتکو بریدونه شوي

Pa.azadiradio.com 

د پاکستان پلازمېنې اسلام‌اباد ته نژدې د فیض‌اباد په سیمه کې پرون مازدیګر د څو چاودنو غږونه اورېدل شوي دي، چې ورسره سم د اسلام‌اباد هوايي ډګر د الوتنو پر مخ وتړل شو. پاکستاني رسنۍ وايي چې له افغانستانه د بې پېلوټه الوتکو د بریدونو له کبله د اسلام اباد هوايي ډګر ته ټولې الوتنې ځنډول شوې دي. پاکستاني رسنیو ویلي چې الوتکو ته ویل شوي چې خپل مسیر د اسلام اباد پر ځای بل هوايي ډګر ته بدل کړي او په هوايي ډګر کې ناستې الوتکې له الوتلو راګرځول شوې دي. یو شمېر خبریالانو او ځینو رسنیو د الوتکو د برید په نتیجه کې اسمان ته د پورته شوې لوګي تصویرونه خپاره کړي.

د امریکا دفاع وزیر واييو ایران به پرېنږدي چې د هرمز تنګی بند کړي

Pa.azadiradio.com 

د امریکا دفاع وزیر، پیټ هګسټ د جمعې په ورځ (۲۲ حوت) وویل چې متحد ایالتونه به ایران ته اجازه ورنه کړي چې د هرمز تنګي له لارې د بېړیو تګ راتګ وننګوي. هغه ټینګار وکړ چې واشنګټن د ایران د اتومي پروګرام د مسئلې د حل لپاره بېلابېل انتخابونه لري. هګسټ په واشنګټن کې یوې خبري غونډې ته وویل چې متحد ایالتونه د ایران د اتومي وسلو د موضوع د حل لپاره «د انتخابونو یوه لړۍ» لري؛ له دې جملې څخه یو دا دی چې ایران خپله پرېکړه وکړي او د اتومي وسلو له جوړولو څخه تېر شي. هغه همداراز وویل چې واشنګټن به اجازه ورنه کړي... Читать дальше...

د افغانستان او پاکستان ترمنځ نښتو د چین د منځګړتوب هڅې ننګولي

Pa.azadiradio.com 

د پاکستان د جټ او بې‌پیلوټه الوتکو بریدونه، چې د افغانستان کابل، کندهار، پکتیکا او پکتیا ولایتونه یې په نښه کړي، د چین هغه ډیپلوماتیکې هڅې له ننګونې سره مخامخ کړې دي چې د پاکستان او طالبانو ترمنځ یې د سولې لپاره بیل کړي دي. چین په وروستیو کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د شاوخوا ۲۶۰۰ کیلومتره ډیورند کرښې په اوږدو کې د وضعیت د عادي کولو لپاره پراخې ډیپلوماتیکې هڅې پیل کړې دي. د همدې هڅو په دوام، د افغانستان په چارو کې د چین ځانګړي استازي Yue Xiaoyong یو شیائویونګ تېره اوونۍ د طالبانو او پاکستان له... Читать дальше...

د روسیې پر تېلو د بندیز موقتي لېري کېدا د مسکو له هرکلي خو د اروپا له انتقاد سره مخامخ شوه

Pa.azadiradio.com 

د روسیې د تېلو پر صنعتونو د بندیزونو د کمولو په اړه د امریکا پرېکړه د مسکو له هرکلي خو د اروپايي اتحادیې له انتقاد سره مخامخ شوه. امریکا د انرژۍ د بازارونو د ثبات لپاره، چې د ایران د جګړې له امله ګډوډ شوي، په موقت ډول د روسیې د تېلو پر صادراتو بندیز لېری کړی دی. د کریملین ویاند د امریکا د حکومت له خوا د روسیې د تېلو د پېرلو د بندیزونو د کمولو هرکلی وکړ. دیمیتري پسکوف په یوه بیان کې وویل چې روسیه د انرژۍ بازارونو د ثبات لپاره د امریکا هڅه ویني؛ او په دې برخه کې د دوی ګټې سره برابرې دي. کیریل دیمیتریف،... Читать дальше...

د اوکراین ولسمشر: د روسیې پر تېلو د بندیزونو کمېدا د جګړې په پای ته رسولو کې مرسته نه کوي

Pa.azadiradio.com 

د اوکراین ولسمشر، ولودیمیر زیلنسکي وایي چې د امریکا له خوا د روسیې پر تېلو د بندیزونو د لنډمهالي کمولو پرېکړه به د جګړې له پای ته رسولو او په اوکراین کې د سولې له ټینګښت سره مرسته ونه کړي. زیلنسکي د جمعې په ورځ د فرانسې له ولسمشر ایمانویل مکرون سره په ګډه خبري غونډه کې وویل: «د امریکا له خوا د بندیزونو د کمولو اقدام ښايي روسیې ته شاوخوا ۱۰ میلیارد ډالر برابر کړي څو جګړې ته نورهم دوام ورکړي. دا اقدام یقیناً د سولې په ټینګښت کې مرسته نه کوي.» د ازادې اروپا/ ازادي راډیو د خبر له مخې، نژدې دوې اوونۍ... Читать дальше...

په چوپ کابل کې یوه نجلۍ لا هم له رنګونو سره خبرې کوي

Pa.azadiradio.com 

هغه نجلۍ چې په کابل کې یې رنګونه ژوندي ساتلي دي. فریبا نوري، یوه ځوانه نجلۍ ده چې په کابل کې یې هنري ګالري پرانیستې ده؛ داسې کار چې د ننني افغانستان په شرایطو کې ورته خطر هم لرلی شي. هغې له کوچنیوالي څخه له انځورګرۍ سره مینه لرله. کله چې طالبان په ۲۰۲۱ کال کې بیا واک ته ورسېدل، د هېواد ډېر هنرمندان له افغانستانه ووتل. خو فریبا پاتې شوه او پرېکړه یې وکړه چې خپل هنر ته دوام ورکړي. د هغې کیسه په دې ویډیو کې وګورئ.



د پاکستان د بریدونو زیانګالو ته د ملګرو ملتونو اندیښنې

Pa.azadiradio.com 

د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام (ډبلیو اف پي) وايي، د کرښې په اوږدو، هوايي او ځمکنیو بریدونو د افغانستان په ۱۱ ولایتونو کې ډیری کورنۍ اغیزمنې کړې دي. دې پروګرام په یوه راپور کې زیاته کړې چې ډیری دا اغیزمنې سیمې لادمخه له سختې خوراکي نا امنۍ سره مخ وې.

هایلایټ؛ د افغانستان او نړۍ مهم لنډ خبرونه

Pa.azadiradio.com 

پر کابل او څو نورو ولایتونو د پاکستان بمباري، ۴ ملکیان وژل شوي او ۱۵ نور ټپیان دي د امریکا یوه لویه تېل رسوونکې الوتکه عراق کې لوېدلې، ۴ امریکايي عسکر پکې وژل شوي راشدخان د نړۍ د کرکټ د شل اووریزو او یو ورځنیو تر ټولو غوره بالر شو هایلایټ خبرونه صفي الله ستانکزی وړاندې کوي

څلور امریکايي عسکر د تېل رسوونکې الوتکې په لوېدو سره وژل شوي

Pa.azadiradio.com 

څلور امریکايي پوځیان په عراق کې د تېل رسوونکې الوتکې د نسکورېدو په پېښه کې وژل شوي. سنټکام د امریکا د پوځ مرکزي قومندانۍ نن دا خبر تایید کړ. په بیان کې راغلي چې د لوېدلې لویې تېل رسوونکې پوځي الوتکې د دوو نورو غړو د لټون عملیات لا هم روان دي. سنټکام ویلي چې پرون د عراق په لویدیځ کې د امریکا د پوځ تېل رسوونکې لویه الوتکه KC-135 له یوې بلې الوتکې سره د حادثې په سبب ولوېده. امریکايي چارواکو ډاډ ورکړی چې دا الوتکه د دښمن یا دوست په ډزو نه ده نسکوره شوې. د امریکا د پوځ د مرکزي قومندانۍ تر دغه بیان څو... Читать дальше...

طالبان وايي افغانستان باندې یې دتیرې شپې د بریدونو په غچ کې پاکستان کې اهداف په نښه کړي

Pa.azadiradio.com 

پاکستان تیره شپه یو ځل بیا د کابل، کندهار، پکتیا او پکتیکا ولایتونو کې ځینې سیمې بمبار او ګڼو ملکي افغانانو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده. یوناما وايي چې په دغو بریدونو کې ۴ ملکي افغانان وژل شوي او ۱۴ نور ټپیان دي. د طالبانو حکومت نن وویل چې د پاکستان په ځینو سیمو کې یې پوځي تاسیسات په نښه کړي دي .

د کابل د هوايي بریدونو اغېزمن افغان ملکیان اندېښمن دي

Pa.azadiradio.com 

په کابل کې د پاکستان په هوايي برید سره لږ تر لږه څلور ملکیان وژل شوي او ځينې هستوګن کورونه وران شوي. طالبانو تایید کړې چې د کابل په ختیځ کې د پلچرخي په سیمه باندې بېګا پاکستاني پوځیانو بمبار کړی دی. د سیمې خلک او زیانمن د بریدونو له شدت او د ډېرو هستوګنو کورونو له ورانېدو خبرې کوي. یوناما په ملکیانو دا برید د اندېښنې وړ بللی دی. نور جزییات په دغه ویډیويي راپور کې

شپږ افغان ملکیان په کابل او ننګرهار کې وژل شوي؛ یوناما د بریدونو د درېدو غوښتنه کړې

Pa.azadiradio.com 

د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت یوناما ویلي بېګا په کابل په هوایي بریدونو کې لږ تر لږه څلور ملکیان وژل شوي او ۱۴ نور ټپیان دي. په کابل کې د پلچرخي په سیمه کې د ملکیانو کورونه په نښه شوي. اخوا فرانسپرس د ننګرهار د چارواکو په حواله نن خبر ورکړی چې په مهمند درې ولسوالۍ کې هم د پاکستان له خوا په یوه هاوان برید سره لږ تر لږه دوه ملکیان یوه ښځه او یوه ماشومه وژل شوي. یوناما په خپل ننني بیان کې د ملکیانو د لا زیاتې مرګژوبلې د مخنیوي په هدف د نښتو د درېدو غوښتنه کړې ده. ملګرو ملتونو ویلي چې د فبروري له... Читать дальше...

پر ایران د امریکا او اسراییلو بریدونو هندیان هم اغېزمن کړي دي

Mashaalradio.com 

د هند حکومت له عربي هېوادونو مایع ګاز (اېل پي جي) واردوي او هلته یې خلک په کورونو، رسټورانټونو او نورو ودانیو کې د سون د موادو په توګه استعمالوي. خو له کله نه چې امریکا او اسراییلو پر ایران حملې پیل کړې دي او ایران یې په غبرګون کې د هرمز تنګی بند کړی دی، ورسره سم هند ته د مایع ګازو د رسد بهیر هم ځنډېدلی دی. د هند په لارو، کوڅو او بازارونو کې خلک د سلېنډر ګاز ترلاسه کولو لپاره په لویو قطارونو کې ولاړ لیدل کېږي. د فرانسې خبري اژانس له ویډیو جوړ رپورټ وګورئ.

د پسرلي په درشل کې د نیالګو لګولو هلې ځلې

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان بېلابیلو سیمو کې د طالبانو حکومت او هم عامو خلکو او باغ لرونکو له خوا د نیالګیو اېښودلو کار روان دی. د نیالګيو پلورونکي هم وايي، کارو بار یې ښه دی. د کرنې او چاپیریال ساتنې کارپوهان د زرغونتیا په اهمیت او د نیالګو په دوامداره ساتنه ټینګار کوي.

د افغانستان یو پخوانی صدراعظم سلطان علي کشتمند په لندن کې ومړ

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان یو پخوانی صدراعظم سلطان علي کشتمند په لندن ښار کې وفات شوی. د ښاغلي کشتمند ورور اسدالله کشتمند په خپله فیسبوک پاڼه دا خبر تایید کړی دی. کشتمند شاوخوا یوه لسیزه د ببرک کارمل او وروسته د ډاکتر نجیب الله په دوره کې د افغانستان صدراعظم وو. دی لومړنی هزاره توکمی افغان وو چې دې څوکۍ ته رسېدلی وو. کشتمند په ۱۹۳۵ کال کې د کابل د چهاردهی ولسوالۍ کې زېږېدلی و. هغه په خپلو خبرو او مرکو کې تل ټینګار کاوه چې د افغانستان د تلپاتې سولې او امنیت لپاره د اقتصاد ښه والی او د خلکو د ژوند د شرایطو ښه کول ډېر مهم دي.

د یوې لویې امریکايي الوتکې لوېدل؛ سنټکام وايي چا نه ده ویشتې بلکې له بلې الوتکې سره لګېدلې

Pa.azadiradio.com 

یوه لویه تېل رسوونکې امریکايي پوځي الوتکه (KC-135) د عراق په لوېدیځ کې لوېدلې. د امریکا د پوځ مرکزي قومندانۍ سنټکام ویلي دا الوتکه د دښمن په برید یا نورو ډزو سره نه ده لوېدلې بلکې د یوې بلې تېل رسوونکې الوتکې سره د حادثې په سبب لوېدلې. سنټکام ویلي دویمه الوتکه په اسراییلو کې خوندي ناسته کړې ده. په لوېدلې لویه الوتکه کې د راپورونو له مخې لږ تر لږه شپږ پوځیان ناست وو. تر پېښې وروسته په سیمه کې د لټون او ژغورنې پراخ عملیات پيل شوي. تر دې مخکې د امریکا درې پوځي جټ الوتکې په کوېټ کې لوېدلې وې. هغه وخت... Читать дальше...

طالب چارواکي وايي پاکستان یو ځل بیا پر افغانستان هوايي بریدونه کړي دي

Mashaalradio.com 

په افغانستان کې د طالبانو د حکومت چارواکي وايي د پاکستان هوايي ځواکونو په کابل کې برید کړی چې په نتیجه کې یې څلور ولسي کسان وژل شوي او ۱۵ نور ژوبل شوي دي.د کابل امنیه قومندانۍ ویاند خالد ځدراڼ او د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد په جلا جلا پیغامونو کې ویلي دی چې دا بریدونه د مارچ د ۱۲مې او ۱۳مې په منځنۍ شپه د کابل د ۲۱مې ناحیې په څرخي پله سیمه کې د استوګنې پر سیمې ترسره شوي دي. ذبیح الله مجاهد د مارچ پر ۱۳مه پر ټوېټر اېکس لیکلي دي چې پاکستان په کابل، کندهار، پکتیا او پکتیکا کې بریدونه کړي... Читать дальше...

د اورکزیو يو استوګن په جونګړه کې ربابونه جوړوي

Mashaalradio.com 

د اورکزیو يوه اوسېدونکي په يوه جونګړه کې د ربابونو جوړولو کار ته مخه کړې ده. هغه وايي، لومړی به يې په محفلونو کې رباب غږاوه خو د جوړوونکو د کموالي او هنرمندانو ته یې د ورپېښو ستونزو له امله پرېکړه وکړه چې خپله دا کار زده کړي. نوموړی زياتوي چې هغه اوس د خليجي هېوادونو تر څنګ اروپا ته هم ربابونه لېږدوي. په دې اړه ويډيويي راپور.

په پلازمینه کابل باندې د پاکستان په بمباریو کې څلور ملکیان وژل شوي او ۱۵ نور ټپيان دي

Pa.azadiradio.com 

طالب چارواکو تایید کړې چې د پاکستان د هوايي بریدونو په نتیجه کې لږ تر لږه ۴ افغان ملکیان په کابل کې وژل شوي او ۱۵ نور ټپيان دي. د کابل امنیه قومندانۍ ویاند خالد ځدراڼ په یوه بیان کې دا خبره کړې ده. هغه ویلي چې د کابل د ۲۱مې ناحیې په څرخي پله سیمه کې استوګنیزې سیمې د پاکستان په بیګانیو هوايي بریدونو کې هدف ګرځول شوي. تر دې مخکې د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد تایید کړې وه چې په کابل، کندهار، پکتیا او پکتیکا کې پاکستان بیګا هوايي بریدونه کړي چې یو شمېر ملکیانو ته یې مرګژوبله اړولې. مجاهد دا... Читать дальше...

د افغانستان او پاکستان ترمنځ شخړې؛ایا چین د منځګړي رول لوبوي؟

Pa.azadiradio.com 

یوشمیرپاکستاني چارواکي وایي، د افغانستان او پاکستان ترمنځ د شخړو د کمولو لپاره د چین د منځګړیتوب په مرسته پاکستان پرافغانستان پرهوایي بریدونو لاس نیولی خو د دواړو لورو ترمنځ نښتې بیاهم رواني دي. دا خبره څوپاکستاني چارواکو رویترز خبري آژانس ته کړې ده. چینایي چارواکو هم د کابل او اسلام آباد ترمنځ د شخړو په هواري کې د ډیپلوماتیکو هڅو د تیزیدو خبره تایید کړې ده. دریو پاکستاني چارواکو داهم ویلي چې د تېرې میاشتې په وروستیو کې په پاکستان کې د چین سفیرجیانګ زیدونګ په هغه غونډه کې چې د پاکستان له صدراعظم... Читать дальше...

د افغانستان د فوتبال تر اولس کلنو کشره لوبډه د مرکزي آسیا جام لوبو ته تیاری نیسي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د فوتبال تراولس کلنو کشره لوبډه د مرکزي آسیا د ۲۰۲۶ کال جام لوبو ته تیاری نیسي. د افغانستان د فوتبال فدراسیون د پنجشنبې په ورځ په خپله فیسبوک پاڼه کې ولیکل چې د دې جام لوبې به په تاشکند کې د اپریل له ۴ نه تر۱۴ پورې ترسره شي. ویل شوي چې د افغانستان په ګډون پنځه ټیمونه په دې لوبو کې ګډون کوي. د افغانستان د فوتبال تراولس کلنو کشرې لوبډلې په ۲۰۲۴ کال ازبکستان ته یو د صفر په ماتې ورکولو سره د مرکزي آسیا د ټولنې د جام اتلولي خپله کړې وه.

په هرمز تنګي کې تیل لیږدونکو کشتیو ته د متوجه ګواښونو په اړه راتلونکې اونۍ په لندن کې فوق العاده غونډه جوړیږي

Pa.azadiradio.com 

د سمندري فعالیتونو نړیوالې ادارې IMO ویلي چې راتلونکې اونۍ په منځني ختیځ کې په ځانګړې توګه هرمزتنګي کې کشتیو ته د متوجه ګواښونو په اړه د بحث لپاره یوه فوق العاده غونډه جوړوي. د فرانسپرس آژانس د راپورله مخې دې ادارې د پنجشنبې په ورځ اعلان وکړ چې د شپږو غړیو، بریتانیا، مصر، فرانسې، مراکش، قطر او متحده عربي اماراتو په غوښتنه دا غونډه به د مارچ په ۱۸ او ۱۹ په لندن کې جوړه شي. دا غونډه په داسې حال کې پلان شوې چې پرایران د اسراییل او امریکا له خوا له بریدونو وروسته او د ایران د غچ اخیستونکو بریدونو له... Читать дальше...


Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса