کندهار کې د پاکستان هوايي بریدونه؛ ادعاوې شوي چې د ملا هیبت الله اړوند ځانګړو ځواکونو قطعه هدف ګرځول شوې
د شنبې شپې ناوخته په کندهار ښار باندې د پاکستان د هوايي بریدونو خبر ورکړل شوی دی.
ځینو رسنیو د طالب چارواکو په حواله تایید کړې چې په کندهار کې په دیارلسمه ناحیه بریدونه شوي خو نور جزییات یې نه دي ورکړي.
اخوا بیا د پاکستان حکومت پلوه ځینو ټولنیزو پاڼو ادعاوې کړي چې په کندهار کې د استخباراتو ریاست او د طالبانو د رهبر ملا هیبت الله اخندزاده اړوند د ځانګړو ځواکونو قطعه هدف ګرځېدلې.
دا بریدونه یوه ورځ وروسته له هغه شوي چې د طالبانو دفاع وزارت د پاکستان دننه په راولپنډۍ، اسلام اباد، کوهاټ او کویټه کې ځینې مراکز د ډرون بریدونو هدف وګرځول.
طالبانو هغه بریدونه په کابل، پکتیا، پکتیکا او کندهار د پاکستان د جمعې شپې د بریدونو په غبرګون کړي وو.
