یوه کونړۍ متعلمه یکنور وايي د وروستیو نښتو له امله له ښوونځي پاتې ده او سخت له خپګان سره مخ ده
د طالب ځواکونو او پاکستاني پوځیانو تر منځ د نښتو له امله د زیانمنو سیمو یو شمېر اوسېدونکي وايي، د ملکي تاسیساتو د ویجاړېدو له امله، چې ښوونځي هم پکې شامل دي، د دوی ماشومان له زده کړو پاتې شوي دي.
دوی د خپلو ماشومانو د زده کړو د ځنډېدو په اړه اندېښنه ښيي او د جګړو د پای ته رسېدو او د ماشومانو د تعلیم د دوام لپاره د امنو شرایطو د برابرېدو غوښتنه کوي.
دا په داسې حال کې ده چې تازه د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (اوچا) هم ویلي چې د دغه نښتو له امله د نږدې ۱۲ زره زده کوونکو زده کړې ګډوډې شوې دي.
