د جاپان شمال کې له پیاوړې زلزلې وروسته د سونامي خبرداری ورکړل شوی
د جاپان په شمال کې له ۷ اعشاریه څلور درجې زلزلې وروسته د سونامي خبرداری ورکړل شوی دی.زلزله نن دوشنبه په ځایي وخت مازدیګر مهال ۴ بجې او ۵۳ دقېقې وشوه.ویل شوي چې د سونامي څپې به تر دریو مترو پورې رسیږي.خلکو ته خبرداری ورکړل شوی چې د سمندر له غاړو او سمندر ته له نژدې کورونو ژر تر ژره ووځي او خوندي ځایونو ته ځانونه ورسوي.سملاسي د احتمالي زیانونو راپور نه دی ورکړل شوی.
