په غور ولایت کې وروستیو مرګونو او ویجاړوونکو سېلابونو د ۶۵ کلنې بيبي عایشې هر څه اخیستي دي. هغه اوس سرپناه نه لري او وايي چې تر اوسه ورسره مرسته نه ده شوې. نور جزییات په راپور کې:
د ایران دولتي خبري اژانس "ارنا" د مې په ۲۰مه په یوه بیان کې تایید کړه چې ولسمشر ابراهیم رییسي، د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان او نور چارواکي د هیلیکوپټرې نسکورېدو پېښه کې مړه شوي دي. ژغورونکو د پېښې ځای کې مړي موندلي دي.
د ایران دولتي تلوېزیون تایید کړه چې ولسمشر ابراهیم رییسي، د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان او ورسره مل دولتي هیئت، د هیلیکوپټرې د نسکورېدو په پېښه کې مړه شوي دي. ژغورونکو نن سهار د هیلیکوپټرې د نسکورېدو په ساحه کې د الوتکې د بدنې ټوټې وموندې.
په دې اړه چې د ایران ولسمشر ابراهیم رئیسي، د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان او نور حکومتي چارواکي دې ژوندي پاتې وي، هیلې په مړاوي کېدو دي.