ایراني چارواکو په زندان کې د شاهین ناصري مړینه تأیید کړه
ایراني چارواکو په زندان کې د شاهین ناصري مړینه تأیید کړې ده. نوموړي ادعا کړې وه چې د غېږې نیولو اتل نوید افکاري مخکې له دې چې اعدام شي، شکنجهیې په خپلو سترګو لیدلې وه. افکاري چې د یوه قتل په تور په اعدام محکوم شوی و، تېر کال پرې دغه سزا تطبیق شوه. د زندان چارواکو پرون پنجشنبې وویل چې د نوید د مړینې په اړه څېړنه کوي. دوه ورځې مخکې په اوسلو کې مېشت د ایران د بشري حقونو ډلې د باوري سرچینو له قوله ویلي و چې ناصري وروسته له هغې چې د تهران په یوه لوی زندان کې کوټه قلفۍ ته ولېږدول شو، په مرموز ډول مړ شوی دی. Читать дальше...