د بنو پرلتوال وايي د امنیت تر ټینګښته احتجاج ته دوام ورکوي
د بنو د پرلت مشران وايي حکومت ته یې خپلې ۱۲ غوښتنې وړاندې کړې دي او هیله من دي چې پوره شي. دوی پر داسې مهال د خیبر پښتونخوا له اعلاوزیر علي امین ګنډه پور سره لیدلي دي چې تېره اونۍ په بنو کې د لاریون پر مهال د ډزو تر پېښې وروسته په سیمه کې ناکراري ده او صوبايي حکومت د جولای پر ۲۵مه د لوړپوړو ملکي او امنیتي چارواکو یا اپېکس کمېټۍ غونډه ورغوښتې ده. د بنو پرلتوال وايي چې له حکومته یې په سیمه کې د امنیت، د عزم استحکام په نوم د عملیاتو نه کولو، د وسلوالو ډلو ترمینځ د توپیر نه کولو، پولیسو ته د عامه نظم... Читать дальше...