تحلیلګران: ملګروملتونو د افغانستان د نشهيي موادو د وضعیت په اړه کره څارنه نهده کړې
له نشهيي موادو سره د مبارزې کارپوهان په افغانستان کې د کوکنارو د کښت او نشهيي موادو د تولید د څرنګوالي په اړه د ملګروملتونو وروستي راپور ته ګوته نيسي او هغه نیمګړی بولي. ملګروملتونو په روان کال کې په افغانستان کې د کوکنارو د کښت د اندازې په اړه یوه اوونۍ مخکې یو راپور خپور کړ، خو د دې سازمان د مخکېنیو راپورونو خلاف چې د کوکنارو کښت، تولید او ټول نشهيي مواد به په پام کې نیول کېدل، د دې سازمان په وروستي راپور کې یوازې د کوکنارو د کښت وضعیت څېړل شوی دی. په ۱۹۸۸ میلادي کال کې د ملګروملتونو... Читать дальше...