پر انځور رسمولو د طالبانو بنديزونه؛ يوشمېر بېکاره شوي انځوګران له اقتصادي ستونزو شکايت کوي
یوشمېر افغان انځورګران (رسامان) وايي چې، د خپلو دندو له لاسه ورکولو وروسته، له سختو اقتصادي ستونزو سره مخامخ دي. "دې قانون زموږ په هنري کارونو منفي اغېز کړی، کارونه مو کم شوي او په پايله کې زموږ اقتصاد خراب شوی." دا یو هنرمند او انځورګر دی چې په کابل کې ژوند کوي وايي، د طالبانو د امر بالمعروف او نهي عنالمنکر قانون له تطبیق وروسته بېکاره شوی دی. هغه چې نهغواړي د موضوع د حساسیت له امله یې نوم په راپور کې یاد شي، له ازادي راډيو سره په خبرو کې وویل آثار يې، چې ډېر یې د ژوندیو موجوداتو انځورونه دي، نور پېرودونکي نهلري. Читать дальше...