د روسیې یو جګپوړی جنرال په مسکو کې په چاودنه کې ووژل شو
د روسیې د پوځ یو جګپوړی جنرال چې په اوکراین کې د کیمیاوي وسلو په کارولو تورن و، نن په مسکو کې په یوه چاودنه کې ووژل شوی. د آزادۍ راډیو سرچینې وايي، د روسیې د اټومي، بیالوژیکي او کیمیاوي دفاعي ځواک مسوول ډګرجنرال ایګور کیریلوف د اوکراین د استخباراتو په برید کې په نښه شوی دی. د روسیې د تحقیقاتو کمیټې په یوه بیان کې ویلي چې ۵۴ کلن جنرال کیریلوف او د هغه مرستیال نن سهار وختي په مسکو کې د یوې ودانۍ مخې ته د ځای پرځای شوي بم په چاودنه کې ووژل شول. کیریلوف د روسیې د پوځ تر ټولو جګپوړی چارواکی دی... Читать дальше...