د طالبانو او ترکمنستان د بهرنيوو چارو وزيرانو د تاپي پروژې کار وڅاره
په افغانستان کې د طالبانو حکومت د بهرنيوو چارو وزير، امير خان متقي د ترکمنستان له بهرنيوو چارو وزير رشيد مرادووف سره کتلي دي. د طالبانو د بهرنيوو چارو وزارت په يوه خبرپاڼه کې نن وويل چې دواړو چارواکو د افغانستان په خاوره کې د تاپي ګاز پروژې د نلليکې کارونه وکتل. په خبرپاڼه کې زیاته شوې چې دواړو غاړو د وېزو او ټرانسپورټ په برخه کې هم د اسانتیاوو برابرولو ته ژمنې تکرار کړې. دا پروژه په ۲۰۱۵ کال کې د افغانستان کې د تېر جمهوري حکومت پر وخت پيل شوې وه چې هدف یې له ترکمنستان څخه، افغانستان، پاکستان او هندوستان ته د ګاز رسول دي. Читать дальше...