د خوست په صبریو کې د مسو کان موندل شوی
طالبان وايي چې د خوست ولایت په صبریو ولسوالي کې د مسو یو کان کشف شوی دی. د طالبانو د خوست ولایت د کانونو ریاست پرون (دوشنبې) په یوه خبرپاڼه کې وویل چې د دغه ریاست ريیس، صادق جان حمزه د صبریو ولسوالۍ په تورتنګي سیمه کې د کشف شوي کان ځای له نژدې ولید. په خبرپاڼه کې د حمزه په قول ویل شوي چې د خوست ولایت په تڼیو، لکڼو او سپېرې ولسوالیو کې هم د مسو ځینې کانونه موندل شوي دي. څرګنده نه ده چې د دغو کانونو ارزښت څومره دی او طالبانو هم په خپله خبرپاڼه کې دې موضوع ته اشاره نه ده کړې. د افغانستان د... Читать дальше...