Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Декабрь
2017
1
2
3
4
5
6
7
8
9
10
11
12
13
14
15
16
17
18 19 20 21 22 23 24 25 26 27 28 29 30 31

جمعیت اسلامي ګوند د نور د استعفا په اړه د ارګ د پرېکړې مخالفت وکړ

0
د افغانستان د جمعیت اسلامي ګوند د بلخ د پخواني والي عطامحمد نور د استعفا په اړه د ارګ له پرېکړې سره مخالفت څرګند کړ، هغه یې یوه غیرمسؤلانه، د افغانستان د امنیت او ثبات ضد او د ملي یووالي د حکومت د موافقې له اصولو سره په ټکر کې وبلله.


دغه ګوند دغه څرګندونې وروسته له هغې کوي چې د افغانستان جمهوري ریاست نن دوشنبه وویل چې ولسمشر اشرف غني د بلخ د والي عطا محمد نور استعفا منظوره کړه او د هغه پرځای یې انجنیر محمد داود د بلخ د نوي والي په توګه ټاکلی دی.


د جمعت اسلامي ګوند ویاند واقف حکمیي د عطا محمد نور د استعفا په اړه ازادي راډیو ته وویل:


"ګوند د جمهوري ریاست دغه اقدام چې په یواړخیز ډول شوی، په کلکه غندي او هغه د ملي حکومت د اصولو او ګټو او هم د هغې موافقې د چوکاټ چې پکې د ملي یووالي حکومت تعریف شوی، خلاف اقدام بولي."


ښاغلي حکیمي زیاته کړه چې دغه ګوند به وروسته له هغې چې رئیس یې د بهر له سفره بېرته وطن ته را وګرځي او د رهبرۍ شورا نور غړي يې هم په کابل کې راټول شي، په دې اړه خپل مشخص دریځ اعلان کړي.


مخکې له دې چې افغان ولسمشر د نور استعفا منظور کړي، وړمه ورځ د جمعیت اسلامي ګوند حکومت ته ګواښ کړی و چې هیڅوک د نور د لېرې کولو واک نه لري.


نور چې د جمعیت اسلامي ګوند اجرائیوي رئیس دی، له شااوخوا ۱۵ کلونو راهیسې یې د بلخ د والي په توګه دنده ترسره کړې او پردې مقام د هغه د پاتې کېدو یا لېرې کېدو مسئله په وروستیو کلونو کې په یوه جنجالي مسئله بدله شوې وه.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса