Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Декабрь
2017
1
2
3
4
5
6
7
8
9
10
11
12
13
14
15
16
17
18 19 20 21 22 23 24 25 26 27 28 29 30 31

Новости за 18.12.2017

کابل کې د ملي امنیت پر یوه مرکز برید

Pa.azadiradio.com 

د کابل د ۱۰۱ اسمايي زون د قوماندانۍ مسؤلین وايي چې د ملي امنیت پر تعلیمې مرکز شوې ډله ییزه حمله پای ته ورسېده. دوی وايي چې په دې ډله ییزه وسله واله حمله کې هیچاته زیان نه دی رسېدلی. ویډیو او ایډیټ ابراهیم صافی او سباوون کاکړ

ډونالد ټرمپ نن دوشنبه د ملي امنیت یوه نوې ستراتیژي اعلانوي

Pa.azadiradio.com 

ټاکل شوې چې د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ نن دوشنبه د ملي امنیت یوه نوې ستراتیژي اعلان کړي او په هغې کې به د چین او روسیې په وړاندې نوې سخته تګلاره غوره شي، د هغو هېوادونو په وړاندې چې ویل شوي، هڅه کوي چې د امریکا د ارزښتونو او ګټو ضد یوه نړیواله اجماع جوړه کړي. یوشمېر کارپوهانو نن مخکې له دې چې ولسمشر ټرمپ وینا واوروي، رسنیو ته ویلي چې په دغې نوې ستراتیژۍ کې خبرداری ورکړل شوی چې روسیې او چین د امریکا قدرت له چلنج سره مخامخ کړی او د امریکا هوساینې او ملي امنیت ته د تاوان رسولو هڅې کوي. رسنیو د... Читать дальше...

ازادي ستوډيو- د نړۍ مهم خبرونه

Pa.azadiradio.com 

د امريکا ولسمشر نن د خپل هیواد د ملي امنيت ستراتيژي اعلانوي، په فلپين کې د مځکې ښويېدو له کبله ۲۶ کسان وژل شوي دي او په سريلانکا کې پنځوسو چينايي جوړو پر يوه ځای واده وکړه. دا او نور جالت خبرونه له ازادي ستوډيو ووینئ. دا خبرونه پر اته بجې له پيشګام تلويزیونه هم خپریږي.

خوست د چرګانو، ترکاریو او شاتو له پلوه ځان بسیاینې ته نږدې شوی

Mashaalradio.com 

په خوست کې د کرنې د ودې او د کلیو د پراختیا برنامې CARD-F مسوولین وايي، چې د غوښینو او نسلي چرګانو اوشاتو د مچیو د یو شمېر فارمونو او شنو خونو د جوړولو له لارې یاد ولایت د چرګانو، ترکاریو او شاتو له پلوه ځان بسیاینې ته نږدې شوی دی.



رازق: د تېرې یکشنبې د ورځې په انتحاري حمله کې یوه ښځه وژل شوې

Pa.azadiradio.com 

د کندهار امنیه قوماندان عبدالرازق وايي، د دغه ولایت د مرکز د پنځمې حوزې په ښوراندام سیمه کې پر بهرنیو ځواکونو په انتحاري حمله کې، یوه ښځه وژل شوې او ۴ تنه ټپیان شوي دي. جنرال عبدالرازق د ازادي راډیو خبریال ته وویل چې تلفات ټول ملکي خلکو ته رسېدلي دي ویډیو: صادق رښتینی ایډیټ: ابراهیم صافی

جمعیت اسلامي ګوند د نور د استعفا په اړه د ارګ د پرېکړې مخالفت وکړ

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د جمعیت اسلامي ګوند د بلخ د پخواني والي عطامحمد نور د استعفا په اړه د ارګ له پرېکړې سره مخالفت څرګند کړ، هغه یې یوه غیرمسؤلانه، د افغانستان د امنیت او ثبات ضد او د ملي یووالي د حکومت د موافقې له اصولو سره په ټکر کې وبلله. دغه ګوند دغه څرګندونې وروسته له هغې کوي چې د افغانستان جمهوري ریاست نن دوشنبه وویل چې ولسمشر اشرف غني د بلخ د والي عطا محمد نور استعفا منظوره کړه او د هغه پرځای یې انجنیر محمد داود د بلخ د نوي والي په توګه ټاکلی دی. د جمعت اسلامي ګوند ویاند واقف حکمیي د عطا محمد نور د استعفا په اړه ازادي راډیو ته وویل... Читать дальше...

د کابل په برید کې درې وسله وال وژل شوي، داعش یې ذمه واري منلې

Mashaalradio.com 

د کابل په افشارو سیمه کې د ملي امنیت پر روزنیز مرکز په برید کې درې وسله وال وژل شوي دي. چارواکي وايي، دا برید د دوشنبې پر سهار شوی. تر برید وروسته افغان ځواکونو په سیمه کې عملیات وکړل. اسلامي دولت ډلې د حملې ذمه واري منلې. ویډیو وګورئ.

د پوځ مشر په لومړي وار سېنېټ ته مخامخېږي

Mashaalradio.com 

د سېنېټ سيکرټيريټ لخوا جاري شوي بيان تر مخه د پاکستان د پوځ مشر جنرل قمر جاوېد باجوه به د نهې په ورځ د سېنېټ کمېټۍ ته وړاندې کېږي او د ملکې امنيتي هلو ځلو په اړه به د سېنېټغړي په اعتماد کې اخلي.

خوست د چرګانو، ترکاریو او شاتو له پلوه ځان بسیاینې ته نېږدې شوی

Pa.azadiradio.com 

په خوست کې د کرنې د ودې او د کلیو د پراختیا برنامې یا «CARD-F» مسؤلین وايي چې د غوښنو او نسلي چرګانو اوشاتو د مچیو د یو شمېر فارمونو او شنو خونو د جوړولو له لارې یاد ولایت د چرګانو، ترکاریو او شاتو له پلوه ځان بسیاینې ته نېږدې شوی دی. د دوشنبې په ورځ د «کارډ اف» موسسې د ولایتي دفتر مسؤل حیات وزیر عرفان د ازادي راډيو مشال څانګې ته وویل چې په تطبیق شویو پروژو چې ۳ میلیونه ۷ لکه امریکايي ډالر لګښت پرې شوی، د چرګانو ۲ سوه واړه کورني فارمونه هغو ښځو ته هم جوړ شوي. نوموړی زیاتوي، په خوست کې یاد دفتر... Читать дальше...

د اوکراین پوځ وایي، ختیځ کې یې درې سرتېري وژل شوي دي

Pa.azadiradio.com 

د اوکراین پوځ وایي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د اوکراین په ختیځ کې د روس پلوه بېلتونپالو له خوا له اوربنده د څو سرغړونو په ترڅ کې درې سرتېري وژل شوي دي. د اوکراین دفاع وزارت په یوه خبرپاڼه کې وویل چې بېلتونپالو ۱۴ ځلي د هاوانونو او درنو توپونو په ډزو سره له اوربنده سرغړونه کړې ده. بېلتون غوښتونکو بیا د اوکراین وسله وال ځواکونه ۱۷ځلي له اوربنده په سرغړونه تورن کړي دي. د ۲۰۱۴ کال د اپریل له میاشتې راهیسې د اوکراین د حکومتي او د روس پلوه بېلتونپالو ترمنځ چې د ډونېڅک او لوهانسک پر یو شمېر سیمو کنټرول لري، په جګړو کې ۱۰ زره او ۳۰۰ کسان وژل شوي دي.

د هنګو انتظامیې له سېکانو بښنه وغوښته

Mashaalradio.com 

د پاکستان ایین هر چا ته مذهب، سیاسي هلو ځلو او کاروبار ازادي ورکوي نو دوی به هېڅوک پرېنږدي چې د مذهب پر اساس له چا سره زور زیاتی وکړي یا ورسره توپیر وپالي.


Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса