Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Декабрь
2017
1
2
3
4
5
6
7
8
9
10
11
12
13
14
15
16
17
18 19 20 21 22 23 24 25 26 27 28 29 30 31

Новости за 22.12.2017

بوریس جانسن: د بریتانیې او روسیې روابط په سختو شېبو کې دي

Pa.azadiradio.com 

د بریتانیې د بهرنیو چارو وزیر بوریس جانسن وايي، سره له دې چې لندن او مسکو په خپلو کې اختلافي مسايل لري، د نړیوالو امنیتي ستونزو پر ضد په مبارزه کې باید همکاري وکړي. جانسن نن د روسیې د بهرنیو چارو له وزیر سرګي لاوروف سره تر کتنې وروسته په مسکو کې خبریالانو ته وویل چې په "دوه اړخېزو اړیکو کې ستونزې شته" خو روسیه او بریتانیا باید د امنیت او سولې د ټینګښت لپاره پر داسې نړیوالو مهمو مسئلو ګډ کار وکړي، لکه د ایران اټمي تړون، د شمالي کوریا د اټمي وسلو ګواښ او په سوریه کې د سولې هڅې. بوریس جانسن زیاته کړه... Читать дальше...

پوتین د امریکا د ملي امنیت ستراتیژي له "شدته" ډکه بللې

Pa.azadiradio.com 

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د امریکا د ملي امنیت نوې اعلان شوې ستراتیژي له "شدته" ډکه بللې او ویلي یې دي چې مسکو به په خپلو پرېکړو کې دا ټکی په نظر کې نیسي. پوتین نن د روسیې دفاع وزارت ته په وینا کې ادعا وکړه چې امریکا او ناټو په اروپا کې د پوځي مقاومت پر زیاتولو کار کوي چې د پوتین په وینا "تهاجمي" او له "شدته" ډک اړخ لري. پوتین همدا راز پر امریکا تور پورې کړ چې د منځنۍ کچې له اټمي تړونه چې هدف يې د لنډ او منځني واټن ویشتونکو اټمي مزائیلو پر استفادې بندیز لګول دی، د وتلو لارې جوړوي.  د امریکا... Читать дальше...

ازادي سټوډیو - د نړۍ مهم خبرونه

Pa.azadiradio.com 

د بیت المقدس په اړه د امریکا د پرېکړې تر ردېدو وروسته د فلسطیني ادارې مشر محمودعباس وايي نور د امریکا د سولې هېڅ پلان نه مني، پاکستان ۲۸ هندي کب نیوونکي نیولي او د ریال مادرید او بارسلونا فوټبال ټیمونه سبا په مادرید کې سره مخ کیږي. ازادي سټوډیو د شپې په اتو بجو له پیشګام ټلویزیون مه هیروئ.

په کندهار کې یوې چاودنې پنځه کسان ووژل

Pa.azadiradio.com 

د کندهار د میوند ولسوالۍ پر امنیه قومندانۍ چاودنې۶ پولیس وژلي ۵ نور یې تپي کړي دي. په دغه حمله کي چې مسوولیت يې وسله والو طالبانو منلی د امنیه قومندانۍ د ودانۍ ډیره برخه ویجاړه شوې او د امنیتي ځواکونو یو شمیر ټانکونه هم سوځیدلي. محمدصادق رښتینی د پیښې سیمې ته تللی او دا ويډيويي راپور يې رالیږلی دی.

سېنېټ کمېټۍ د نرښځيانو د حقونو او ساتنې قانون منظور کړی

Mashaalradio.com 

د پاکستان د سېنېټ د بشري حقونو د فعالې کمېټۍ د پنجشنبې په ماښام د نرښځيانو د ساتنې قانون ۲۰۱۷م په نوم يو بل منظور کړی د کوم د سېوري لاندې چې به نرښځيو ته د هغوي خپل تعريف يا پېژندنه، د ناروغتيا پر وخت ميډيکل او نورې اسانتياوې ورکول کېږي.



لر او بر پښتانه ګوړه په مينه خوري

Mashaalradio.com 

ګوړه له شنو چایو سره خوړل کېږي او د شودو چای د خوږولو لپاره هم کارول کېږي. ګوړه څنګ جوړېږي؟ و یې ګورئ د ځلاند يوسفزي په ويډيو کې

عباس: فلسطینیان نور د امریکا له لوري د سولې "هېڅ پلان" نه مني

Pa.azadiradio.com 

د فلسطیني ادارې مشر محمود عباس وايي، فلسطینیان به نور د امریکا له لوري د منځني ختیځ د سولې "هېڅ پلان" ونه مني. عباس نن په پاریس کې دا خبرې کړي دي. ترې د یوه ورځ مخکې د ملګروملتونو عمومي اسامبله یو پرېکړه‎لیک تصویب کړ چې د بیت‎المقدس په اړه د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ پرېکړه یې رد کړه. ټرمپ د ډېسمبر په شپږمه نېټه اعلان وکړ چې بیت المقدس د اسرائیل د رسمي پلازمېنې په توګه پېژني او د امریکا سفارت به له تل ابیبه بیت المقدس ته ولېږدوي. د فلسطینیانو د ادارې مشر محمود عباس نن د فرانسې له ولسمشر سره تر کتنې وروسته وویل... Читать дальше...

انتحاري حملې د میوند ولسوالۍ د امنیه قوماندانۍ ودانۍ هم ویجاړه کړه

Pa.azadiradio.com 

د کندهار د میوند ولسوالۍ پر امنیه قوماندانۍ نن په حمله کې ۶ پولیس ووژل شول او د قوماندانۍ ودانۍ هم ویجاړه شوې ده. امنیه قوماندان سلطان محمد نن د ازادي راډیو خبریال ته وویل چې حمله کوونکي چې یو هاموې ټانک ور سره و، د قوماندانۍ تر لومړي قراول تېر شوی او په دوهم قرول کې ځان الوزولی دی. په حمله کې پينځه سیمه ييز پولیس زخمیان شوي دي. د حملې مسؤلت وسله والو طالبانو اخیستی دی . دا په روانه اونۍ کې په کندهار کې دوهمه انتحاري حمله ده.

د امریکا د ولسمشر مرستیال د ملي وحدت حکومت کارونه وستایل

Pa.azadiradio.com 

د امریکا د متحدو ایالاتو د ولسمشر مرستیال مایک پنس د افغانستان د ملي امنیتي ځواکونو فعالیت، له اداري فساد، ښې حکومت‎دارۍ او د سولې لپاره د سیمه‎يیزو همکاريو د پراختیا لپاره د ملي وحدت حکومت کارونه یې ستایلي دي. مایک پنس بېګا افغانستان ته ورسېد او له ولسمشر محمد اشرف غني او یو شمېر نورو لوړ رتبه چارواکو سره يې خبرې وکړې. ارګ پر ټوېتر لیکلي چې مایک پنس افغانستان ته ډاډ ورکړی چې امریکا به له افغانانو او د هغوي له حکومت سره مرستې او ملاتړ زیات کړي. پنس پر ټوېټر لیکلي چې له افغان لوري سره یې د خپل حکومت پر نوې ستراتېژۍ مهمې خبرې کړې دي. Читать дальше...

په پاکستان کې د سېلګرۍ ۷۰ ٪ ځایونه په پښتونخوا کې دي

Mashaalradio.com 

په پېښور لرغونتون کې د پښتونخوا د سېلګرۍ پرمختګ په اړه یوه غونډه وشوه چې په کې د سېلګرۍ محکمې چارواکي وايي، په پاکستان کې د سېلګرۍ ۷۰ فیصده زیات ځایونه په پښتونخوا کې دي. په دې اړه د غلام غوث ویډیويي رپورت وګورئ.

هغه افغان چې استرالیا کې یې خلک په موټر ووهل، له روغتونه فارغ شوی

Pa.azadiradio.com 

هغه افغان مهاجر چې پرون يې د استرالیا په ملبورن ښار کې یې خلک په موټر ووهل، له روغتونه فارغ شوی او پولیس پوښتنې ورڅخه کوي.  د استرالیا د ویکتوریا ایالت د پولیسو مرستیال شېن پاتون د جرمني خبري اژانس "ډي.پي.آ" ته ویلي چې د حملې د هدف په اړه څېړنې کوي. پاتون ویلي چې حمله کوونکي په ابتدايي مرکه کې د خوب لېدو او د اوازونو د اورېدو یادونه کړې ده. د استرالیا رسنیو ویلي چې د حملې په تور نیول شوی افغان کډوال سعید نوري نومېږي. شېن پاتون پرون په ملبورن کې خبریالانو ته وویل: "لکه څرنګه چې ما وویل،... Читать дальше...

پاکستان د مايک پېنس تورونه رد کړي

Mashaalradio.com 

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت د امريکايي مرستيال ولسمشر مايک پېنس هغه تورونه رد کړي چې ويلي وو پاکستان ترهګرو ته پټنځايونه ورکوي . د بهرنیو چارو سېکرېټرې تهمينه جنجوعه ويلي دي چې په پاکستان کې د ترهه ګرو پټنځايونه هېڅ وجود نه لري.


Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса