ټرمپ له خپل ازبکستاني سیال سره د افغانستان پر وضعیت وغږېد
سپينې ماڼۍ په يوه اعلاميه کې ويلي چې د پرونيو خبرو يو هدف پر سيمهييز امن او د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکارۍ د ښه کېدو پر لارو چارو بحث کول وو.
د سپينې ماڼۍ په اعلاميه کې ويل شوي، ولسمشر ټرمپ او ميرضيايف په منځنۍ اسيا کې د ازبکستان پر نقش، د جنوبي اسيا او افغانستان لپاره د امريکا د نوې ستراتېژۍ پر ملاتړ او په افغانستان کې د امريکا پر هڅو خبرې وشوې.
