Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Декабрь
2017
1
2
3
4
5
6
7
8
9
10
11
12
13
14
15
16
17
18 19 20 21 22 23 24 25 26 27 28 29 30 31

د "م.م" امنيت شورا کې به سبا پنجشنبه د افغانستان پر وضعيت خبرې وشي

0
په پام کې ده د ملګرو ملتونو په امنيت شورا کې سبا پنجشنبه «۱۳۹۶ کال د لیندۍ ۳۰» د افغانستان پر وضعيت خبرې وشي.


په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندوی مأموريت يا يوناما د اعلاميې په حواله، په دې غونډه کې به د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د سرمنشي انتونيو ګوترش پر وروستي راپور بحث وشي.


ګوترش په دې راپور کې پر امنيتي وضعيت، اقتصادي ودې، سيمه‎ييزې همکارۍ، بشري حقوقو، کډوالو، د مخدره موادو په وړاندې پر مبارزه او نورو مسايلو تمرکز کړى دى.


تمه کېږي د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړى استازى تداميچي ياماموتو هم د ملګرو ملتونو په سبانۍ غونډه کې چې په نيويارک کې کېږي برخه واخلي او د افغانستان پر روان وضعيت به معلومات ورکړي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса