Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Декабрь
2017
1
2
3
4
5
6
7
8
9
10
11
12
13
14
15
16
17
18 19 20 21 22 23 24 25 26 27 28 29 30 31

جرمني یو افغان نیولی چې د طالبانو په غړیتوب تورن دی

0
جرمن چارواکو یو افغان نیولی چې د طالبانو په غړیتوب تورن دی.


د دغه هېواد فدرال څارنوالانو د چهارشنبې په ورځ «۱۳۹۶ کال د لیندۍ ۲۹» د جرمني د محرومیت د مقرراتو له مخې یوازې د دغه کس نوم "جبار-ان Jabar N" ښودلی دی چې ۲۱ کلن دی.


دغه افغان د سې شنبې په ورځ «۱۳۹۶ کال د لیندۍ ۲۸» نیول شوی دی.


نوموړی په‎دې تورن دی چې په ۲۰۱۱ میلادي کال کې دننه یا تر هغه دمخه په افغانستان کې د وسله‎والو طالبانو سره یوځای شوی دی او په لږ تر لږه ۳۰ هغو جګړو کې یې چې د افغان امنیتي ځواکونو او تر هغه وروسته په افغانستان کې د داعش وسله‎والو په وړاندې شوي دي، ګډون کړی دی.


جبار جرمن چارواکو ته ویلي چې د ۲۰۱۵ میلادي کال په اوړي کې د ایران له لارې ترکیې او بیا د یونان له لارې له افغانستان څخه وتلی دی.


د ۲۰۱۷ کال په اوړي کې فرانسې ته وتښتېد او هلته ونیول شو.


تر هغو هلته وساتل شو چې جرمني ته واستول شو چېرې چې د جبار د نیول کېدو غوښتنه شوې وه.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса