Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Декабрь
2017
1
2
3
4
5
6
7
8
9
10
11
12
13
14
15
16
17
18 19 20 21 22 23 24 25 26 27 28 29 30 31

اسټرالیايي پولیس: هغه کس چې خلک‌یې په موټر ووهل رواني ناروغي لري

0
د اسټرالیا پولیس وایي، هغه کس چې په قصدي ډول‌یې د دغه هېواد په دوهم لوی ښار ملبورن کې په پیاده‌رو کې خلک په موټر ووهل رواني ناروغي لري.


د ویکتوریا ایالت د پولیسو سرپرست مشر شان پاټون دغه ۳۲ کلن کس افغاني‌الاصله استرالیایي بللی چې د ده په خبره په نشه‎یي موادو هم روږدی و.


پاټون په ملبورن کې خبریالانو ته ویلي چې تر اوسه داسې اسناد او شواهد نه‎لري چې له ترورېزم سره د هغه اړیکې وښیي.


په‎دې پېښه کې چې نن په فلیندر سړک کې شوې ۱۳ تنه ټپیان شوي دي.


د پولیسو په خبره د پېښې پر مهال په سیمه کې خلک د کرېسمس جشن په تیاریانو بوخت وو.


د پولیسو په خبره د پېښې په تړاو دوه کسه نیول شوي دي.


د روان میلادي کال په جنورۍ کې هم په ملبورن ښار کې ورته پېښه شوې وه چې شپږ تنه په‎کې ووژل شول.


پولیسو ویلي وو چې هغه ترورېستي پېښه نه‎وه.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса