Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Декабрь
2017
1
2
3
4
5
6
7
8
9
10
11
12
13
14
15
16
17
18 19 20 21 22 23 24 25 26 27 28 29 30 31

ګواتمالا په اسرائيل کې خپل سفارت بيت‌المقدس ته لېږدوي

0
د ګواتمالا ولسمشر جیمي مورالس​ وايي، د ده هېواد هم په پام کې لري چې په اسرائيل کې خپل سفارت وېشل شوي ښار بيت‌المقدس ته ولېږدوي. 


تر دې مخکې د امريکا متحده ايالاتو له تل‌ابيب څخه بيت‌المقدس ته د خپل سفارت د لېږدولو اعلان کړى و. 


د مرکزي امريکا د دغه هېواد ولسمشر مورالس پرون وويل، د اسرائيل له صدراعظم بنیامین نتانیاهو سره‌يې تر پرونيو خبرو وروسته پرېکړه وکړه چې خپل سفارت له تل‌ابيب څخه انتقال کړي.


د امريکا ولسمشر ډونالد ټرمپ روانه ميلادي مياشت وروسته له هغې چې اعلان وکړ، امريکا بيت‌المقدس د اسرائيل د پلازمېنې په توګه په رسميت پېژني، ګڼ عرب هېوادونه او خپل متحدان خوابدي کړل.


د پنجشنبې په ورځ ملګرو ملتونو عمومي اسامبله کې د هغه پرېکړه‌ليک مسودې ته ١٢٨ هېوادونو مثبتې رأیې ورکړې چې د بيت‌المقدس د رسميت پېژندنې په اړه د واشنګټن د پرېکړې پر خلاف ترتيب شوې وه.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса