Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Декабрь
2017
1
2
3
4
5
6
7
8
9
10
11
12
13
14
15
16
17
18 19 20 21 22 23 24 25 26 27 28 29 30 31

خوستۍ نجونې د لوړو زده‌کړو فرصتونه او کاري زمینې غواړي

0
په خوست کې د ۱۲ ټولګيو څخه فارغې شوې نجونې له افغان حکومت نه غوښتنه کوي چې هغوی ته دې د کار او د لوړو زده‌کړو د حاصلولو زمینې برابرې کړي.


دوی وايي، په یاد ولایت کې د ښځینه ښوونکو شمېر لږ دی او که چېرې حکومت نجونې د ښوونکو په توګه وګماري، نو ډېری کورنۍ به وهڅېږي چې خپلې خویندې او لوڼې ښوونځیو کې شاملې کړي.


دوی یادې څرګندونې د پنجشنبې په ورځ په خوست کې د شهید فدا محمد خان په نوم د یوې خصوصي لېسې څخه د اولې دورې د ۱۹ فارغانو په جشنواره کې ازادي راډیو ته وکړې.


د دغو فارغینو له ډلې انګېزه  او نسیمه وايي، که چېرې دوی ته د کار زمینه برابره شي، ممکن کورنۍ يې د تحصیل د دوام مخه هم ونه‌نیسي.


بل لوري ته د خوست د پوهنې رئيس بخت نور بختیار د ښځینه ښوونکو کمښت مني او زیاتوي چې دوی ته د راتلونکي کال لپاره د ۹۴ ښځينه ښوونکو د استخدام تشکیل ورکړل شوی دی.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса