Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Декабрь
2017
1
2
3
4
5
6
7
8
9
10
11
12
13
14
15
16
17
18 19 20 21 22 23 24 25 26 27 28 29 30 31

ایران وايي، نور د حجاب نه رعایتولو په خاطر ښځې نه نیسي

0
د ایران په پلازمېنه تهران کې پولیس وايي، نور به د اسلامي حجاب د نه رعایتولو په خاطر ښځې نه نیسي؛ او د دې پر ځای به هغوی د لارښوونې کورسونو ته استوي.


تهران ټایمز ورځپاڼې په پرونۍ پنجشنبې ګڼه کې د برید جنرال حسین رحیمي په قول ویلي، هغه ښځې به چې اسلامي حجاب سم نه رعایتوي، نور نه توقیف ځایونو ته استول کېږي او نه به د هغوی خلاف قضايي دوسیې جوړېږي.


له بلې خوا تسنیم نیمه دولتي خبري اژانس وویل، د حجاب نه رعایتوونکو ته به پولیس د لارښوونې او ارشاد کورسونه جوړ کړي.


دا اژانس وايي، که چا د کورس له ویلو سره سره بیا هم حجاب ته پام ونه کړ، له قانوني اقداماتو سره به مخامخ شي.


دا اژانس په عین حال کې وايي، له تهرانه دباندې په ولایتونو کې به د حجاب لپاره مخکیني شرایط په خپل حال پاتې وي.


 



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса