Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Декабрь
2017
1
2
3
4
5
6
7
8
9
10
11
12
13
14
15
16
17
18 19 20 21 22 23 24 25 26 27 28 29 30 31

د مصر په سینا ټاپووزمه کې چاودنې ۶ تنه وژلي

0
پرون د مصر په سینا ټاپووزمه کې پر یو پوځي موټر، سړک کې ځای پر ځای شوی ماین چاودلی دی چې د یو لوړ پوړي پوځي صاحب منصب په شمول یې شپږ تنه وژلي دي.


د مصر امنیتي او روغتیايي چارواکو ویلي، چاودنه پر هغو موټرو شوې چې د بیر العبد ښار ګوټې څخه بهر یې ګزمه کوله.


په چاودنه کې یو مصري ډګروال او پنځه سرتېري وژل شوي دي.


بیر العبد هغه سیمه ده چې د نومبر په څلور وېشتمه نېټه په کې وسله والو په یو جومات برید وکړ او ۳۱۱ لمونځ کونکي یې ووژل.


دا د مصر په معاصر تاریخ کې تر ټولو مرګوني تروریستي برید و.


له دې برید وروسته د مصر ولسمشر عبدالفتاح السیسي ژمنه کړې وه چې په سینا کې به د یاغیانو د زپنې لپاره له ټول ځواک څخه کار واخلي.


 



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса