Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Декабрь
2017
1
2
3
4
5
6
7
8
9
10
11
12
13
14
15
16
17
18 19 20 21 22 23 24 25 26 27 28 29 30 31

ایران له اعتراض کوونکو غوښتي چې نورې مظاهرې ونه کړي

0
د ایران پولیسو حکومت ضد اعتراض کوونکو ته خبرداری ورکړ چې نورې مظاهرې ونه کړي.


دا خبرداری وروسته تر دې ورکړل شوی دی چې په لسګونو کسان په تهران او ختیځ ښار کرمانشاه کې ونیول شول.


د امریکا د متحد ایالتونو حکومت د دغو اعتراض کوونکو ملاتړ کړی او ویلي یې دي چې ښایي په سوله ییز ډول د حکومت بدلون ته لار هواره کړي.


د تهران د والي د ویاند محسن همداني په وینا رسنیو خبر ورکړ چې امنیتي ځواکونه به د نورو غونډو پرضد سخت اقدامات وکړي.


دغه مظاهرې د پنجشنبې په ورځ د بیو د زیاتېدو په اعتراض پیل شوې خو وروسته پسې سیاسي شوې او د ایران بېلابېلو ښارونو ته خورې شوې.


د امریکا د متحد ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت او سپینې ماڼۍ داسې بیانونه خپاره کړي دي چې په هغو کې د مظاهره چیانو نیول غندل شوي دي او پر تهران غږ شوی دی چې د بیان ازادي ته اجازه ورکړي.


 



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса