Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Январь
2018

د شیرخان بندر د مسافرو او سوداګريزو توکو پرمخ پرانېستل شو

0
د کندز د شیرخان بندر د مسافرو او سوداګريزو توکو پرمخ بېرته پرانېستل شو.


د دې ولایت د سوداګرۍ او صنایعو خونې عامل مدیر مسعود وحدت نن دوشنبه ازادي راډیو ته وویل، دغه بندر له ۱۴ ورځني بند وروسته نن د مسافرو پرمخ خلاص کړای شو او اوس په کې کاروبار په عادي ډول دوام لري.


ښاغلی وحدت وايي چې د دې بندر تړل کېدو د سوداګرو پر کاروبار منفي اغېز درلود چې له امله یې زیات شمېر سوداګرو ته مالي زیانونه واوښتل.


نوموړی وايي، دغه بندر د قاچاق کوونکو له خوا د یوه تاجکستاني جنرال تر وژلو کېدو وروسته د تاجکستان هېواد له خوا وتړل شو.


شیرخان بندر د افغانستان له مهمو عایداتي بندرونو څخه دی چې د راپورونو په اساس، له دغې لارې افغانستان او تاجکستان هره میاشت شااوخوا د ۴۰ میلیونو افغانیو په ارزښت سوداګریزه راکړه ورکړه لري.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса