Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Январь
2018

Новости за 27.01.2018

د کابل په موټر بم چاودنه کې لا هم یو شمېر کسان لادرکه دي

Pa.azadiradio.com 

ځیني کورنۍ روغتون په روغتون د خپلو کورنیو غړو پسې ګرځي او چې هلته یې ونه مومې نو بیرته د پیښې ځای ته راځي. د نا تاید شویو راپورونو له مخې په دغه پیښه کې ۱۰۳ کسان وژل شوي او ۱۸۵ نور ټپیان دي. ویډیو: ابراهیم صافی او تمیم اخګر ایډیټ: تمیم اخګر

له کبانو جوړ بوټونه مو لیدلي دي؟

Mashaalradio.com 

د جرمني په میونخ ښار کې دوه وروڼه فلورین او مایکل د کبانو له څرمني بوټان جوړوي چې د یوې جوړې قیمت یې لږ تر لږه ۱۰۰۰ یورو دی. په دې اړه د انیسه اجمل ویډیو وګورئ.

کابل کې لسګونه میرمنې د غالیو په اوبدلو بوختې دي

Mashaalradio.com 

په افغانستان کې د غالیو اوبدلو صنعت مېرمنو ته روزګار ورکړی. اوس مهال یوازې په کابل کې په لسګونه میرمنې د غالیو په اوبدلو او ډیزاینولو بوختې دي. په دې اړه دا ویډیويي رپورټ وګورئ.

پاکستان کې د سختدريځۍ په وده کې د تعليمي نصاب رول

Mashaalradio.com 

د ((ټولنه او سختدريځي)) خپرونې پاڼې ته ښه راغلاست په پاکستان کې د سختدريځۍ په وده کې بېلا بېلو طبقو، ډلو او اشخاصو رول لوبولی دی. د مشال راډیو اوونيزې خپرونې ((ټولنه او سختدريځي)) په دې برخه کې په پاکستان کې د سختدريځۍ په وده کې د تعليمي نصاب رول ته کتنه شوې ده. دا چې په پاکستان کې د سختدريځۍ پر دود کېدو يا دې پديدې ته په وده ورکولو کې د ښوونځيو تعليمي مواد څه رول لوبولی دی؟ په روانه خپرونه کې يې تفصيل اورېدلای شئ. دا خپرونه احمد شاه اعظمي وړاندې کوي. خپرونه د غږ (ږغ) په ځای کې اورېدای شئ.

کابل کې د بهرنيو هېوادونو هگۍ خرڅېږي

Mashaalradio.com 

په کابل ښار کې د بهرنيو هېوادونو، پاکستان، قزاقستان او اوکراین د هگیو بازار تود دی، خو وطني هګۍ کمې موندل کېږي.په دې اړه د اشنا راډیو د هدایت الله نوري ویډیو وګورئ.

د امریکا یوې پوځي الوتکې په عراق کې ۷ تنه ووژل

Pa.azadiradio.com 

عراقي چارواکي وایي، امریکایې پوځي الوتکې په تېروتني سره د دغه هېواد په لوېدیځ ولایت الانبار کې د قبایلي ملېشو او ملکي وګړو پر یوې غونډې برید کړی او لږ ترلږه اوه تنه پکې وژل شوي دي. سیمه ییز چارواکي وایي، لږ ترلږه ۱۱ نور په دې پېښه کې ټپیان شوي دي. دا پېښه نن شنبه شوې ده. دغه چارواکي زیاتوي چې په وژل شویو کې امنیتي پرسونل او ملکیان دواړه شامل دي. اسوشېټېډ پرېس خبري اژانس د دوو عراقي پوځي افسرانو له قوله ویلي چې د امریکا ځواکونو فکر کاوه چې هلته یاغیان راټول شوي دي.  دغو افسرانو د نوم نه ښودلو په شرط رسنیو ته خبرې کولې. Читать дальше...



لغمان کې یو وسله وال قوماندان له خپلو ۷ ملګرو سره وژل شوی

Pa.azadiradio.com 

د لغمان لپاره د وسله والو مخالفینو د امرباالمعروف مشر او مشهور قوماندان فضل الغفار له ۷ تنو نورو مخالفینو سره یو ځای ووژل شو. د لغمان د والي ویاند سرحدي ځواک ددغه خبر په خپرولو سره رسنیو ته په استول شوي پیغام کې وویل: "افغان کومانډو ځواکونو تېره شپه د الینګار ولسوالۍ اړوند د سنګره او کلمان درو تر منځ د کشرده کا په سیمه کې د وسله والو مخالفینو د ځپلو او له منځه وړلو په موخه ځانګړي عملیات تر سره کړي چې په دغو عملیاتو کې یې د لغمان لپاره د وسله والو مخالفینو د امر باالمعروف مشر او مشهور سیمه ییز... Читать дальше...

په پېښور کې د نقیب محسود د وژنې پرضد مظاهره

Mashaalradio.com 

په پېښور کې د نقیب محسود د وژنې پرضد د شنبې پر ورځ مظاهره وشوه. مظاهرچیانو له حکومته غوښتنه وکړه چې د نقیب محسود په وژلو کې ککړ کسان دې ونیسي او سزا دې وکړي. نور حال په دې ویډیو کې

هوتک: افغان کرکټ ټیم راتلونکې لوبې ته پوره چمتووالی نیولی

Pa.azadiradio.com 

افغان کرکټ بورډ وايي، د افغانستان د کرکټ تر نوولس کلنو کم عمره لوبډلې د نړیوال جام په نیمه پای لوبه کې د اسټرالیا په وړاندې د لوبېدو بشپړ چمتوالی نیولی دی. د افغان کرکټ بورډ ویاند فرید هوتک ازادي راډيو ته وویل تېرو لوبو او بریاوو ته په کتو افغان لوبډله د سیالې لوبډلې په وړاندې لوړ مورال لري. د کرکت د تر نوولس کلنو کم عمره نړیوال جام په ترڅ کې افغانستان د تېرې پنجشنبې په ورځ کوربه نیوزلېنډ ته د ۲۰۲ منډو په لوړ توپیر ماتي ورکړه او نیمه پایلوبې ته ورسېده. د افغانستان او اسټرالیا تر منځ دغه مهمه... Читать дальше...

نن شپه ریال مادرید فوټبال ټیم له ولنسیا سره لوبه کوي

Pa.azadiradio.com 

د اسپانیا د لالیګا سیالیو په لړ کې نن شپه ریال مادرید له ولنسیا سره د لوبې ډګر ته ځي. دغه لوبه د کابل پروخت د شپې ۷:۴۵ دقیقې د ولسنیا په کوربه توب پیلېږي. دغه راز د لالیګا په بله لوبه کې مالاګا له جیرونا سره د افغانستان پروخت د شپې ۱۰:۰۰ لوبه کوي. د دغو لوبو په لړ کې نن شپه ریال سوسیداد له ویاریال سره لوبه کوي. دغه لوبه د کابل پروخت د شپې ۱۲:۱۵ دقیقې ترسره کېږي.

کابل: موټر بم چاودنې ۹۵ تنه وژلي او ۱۵۸ټپیان کړي دي

Mashaalradio.com 

په کابل کې د کورنیو چارو وزارت پخوانۍ ودانۍ ته نژدې شوې موټر بم چاودنې په لسکونه کسان په نښه کړي دي. د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي، په دې برید کې لږ تر لږه ۹۵ تنه وژل شوي او ۱۵۸ نور ټپیان دي. په دې اړه دا ویډیو وګورئ.

په کابل ښار کې نننۍ چاودنه

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي چې د کابل له نننۍ چاودنې څخه ۲۰مړي او ۱۱۰ ټپیان روغتونونو ته انتقال شوي دي. د عامې روغتیا وزارت ویاند وحید مجروح ازادي راډیو ته وویل چې د دغه مړو او ټپیانو زیاته برخه ملکي وګړي دي. وېډیو او اېډیټ ابراهیم صافی


Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса