Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Январь
2018

Новости за 25.01.2018

زبېر عمر: د نقيب مسود د وژنې څېړلو لپاره دې جوډيشل کميشن جوړ کړل شي

Mashaalradio.com 

د پاکستان د سند صوبې ګورنر زبېر عمر نن ماښام [پنجشنبه] د کراچۍ په سهراب ګوټ کې د نقيب الله مسود په نوم د لګول شوي کېمپ ګډونوالو ته ويلي چې نقيب مسود بې ګناه و او دی به د هغه د وژنې په تړاو د پاکستان وزيراعظم ته د جوډيشل کميشن جوړولو سپارښتنه کوي.

ازادي سټوډیو - د نړۍ مهم خبرونه

Pa.azadiradio.com 

امریکا غواړي د بلخ نوي والي ته د واک سپارلو پر سر لانجه بايد په سوليېزه توګه او چټکۍ سره حل شي. پر انترکانتننتال هوټل په حمله کې څلور امریکایي وګړي وژل شوي دي. د امريکا ولسمشر په نړیواله اقتصادي غونډه کې ګډون او خبرې کوي. د ازادي سټوډیو دا او نور خبرونه د شپې په اتو بجو له پیشګام ټلویزیون مه هیروئ



'د مشال راډيو دفتر تړل د پښتنو غږ غلی کول دی'

Mashaalradio.com 

پراګ: په پېښور کې مدني فعالانو او پښتونخوا ولسي تحریک په پنجاب پوهنتون کې د پولیسو لخوا د پښتنو او بلوڅ زده کوونکیو د نیولو په ضد احتجاجي مظاهره کې د مشال راډیو د دفتر تړلو غندنه وکړه.

'مذهب له سورلۍ سره ټکر نه لري'

Mashaalradio.com 

بوسنیا په ییوه کلي فوینیڅا کې د یوه سکول د اسلامیاتو استاد وايي چې مذهب له سورلۍ سره په ټکر کې نه دی. ډاکټرانو هغه له موټرسایکل چلولو دورلی دی خو دی وايي چې شوق یې تر ناروغۍ زیات دی. د ویډيو ترتیبوونکی: عبدالحی کاکړ

ننګرهار کې د ماشونو ژغورنې اداره وتړل شوه

Mashaalradio.com 

د افغانستان د ننګرهار ولایت مرکز جلال اباد کې د ماشومانو ژغورنې پر ادارې تر ډله ییز برید وروسته چې پکې دوه تنه وژل شوي او ضل نور ژوبل شول دغې ادارې خپل کارونه تړلي دي. د ابراهیم صافي ویډيو راپور

په ننګرهار کې له حملې یوه ورځ وروسته د ماشونو د ملاتړ دفتر

Pa.azadiradio.com 

حمله کوونکو لومړی "له ماشومانو د ملاتړ دفتر" د دروازې مخ ته چاودنه ورکړه او وروسته د دغې مؤسسې ودانۍ ته ننوتل. د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګیاڼي وايي امنیتي ځواکونه وتوانېدل د ۴۶ تنو نورو ژوند وژغوري. په دې اړه نور معلومات په دغه وېډیويي راپور کې چې ابراهیم صافي برابر کړی دی.

د سرپل ځوان بایسکېل ځغلوونکي د سولې له پیغام سره

Pa.azadiradio.com 

حیات‌الله، حسین محمدي او عصمت‌الله هغه ځوانان دي چې په شمال کې یې د امنیت د ټينګښت او وسله‌والو مخالفینو ته د سولې د پیغام رسولو په هدف له سرپل ولایت نه تر بلخ او له بلخ ولایت نه بیا تر سرپل ولایته ۳۰ ساعته ۱۸۵ کېلومتره په بایسکېل سفر وکړ. وېډیو: عالم رحمانیار اېډېټ: ابراهیم صافی


Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса