Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Январь
2018

پاکستاني چارواکو په اسلام اباد کې د امریکا سفير احضار کړ

0
پاکستاني چارواکو په اسلام اباد کې د امریکا سفير احضار کړی دی.


دا وروسته له هغه چې په پاکستان کې د تروريستانو د خوندي ځايو په خاطر د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ پر پاکستان د میلیارډونو ډالرو د مرستو بندولو تهديد وکړ.


د امریکا سفارت یوه وياند نن تائيد کړه چې پاکستاني چارواکو سفير ډيويډ هېل احضار کړی خو تفصیل يې ورنه کړ. 


د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ د نوي کال په لومړۍ ورځ په خپل لومړي ټويټ کې پاکستان درواغجن هېواد وباله او ویې ویل چې امریکا يې د ترورېزم پر وړاندې په مبارزه کې تېر ايستلې ده ځکه د ده په وينا پاکستان اوس هم تروريستانو ته خوندي ځايونه ورکوي.


سپينې ماڼۍ تائید کړه چې پاکستان ته د ۲۲۵ میلیونه ډالرو نظامي مرستې به وځنډول شي ځکه د دوی په وينا پاکستان د تروریستانو پر وړاندې له جدي اقداماتو ډډه کړې ده.


دا د هغوی یو اعشاریه يو میليارډ ډالرو مرستې برخه دي چې د امریکا کانګرس د ۲۰۱۶مېلادي کال په اګست مياشت کې پاکستان ته منلي وې.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса