Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Январь
2018

چارواکي: په لغمان کې ۳ تنه وسله وال مخالفین ووژل شول

0
د لغمان ولایت چارواکي وایي، تېر مازیګر په دغه ولایت کې د مشهور قوماندانانو په ګډون ۳ تنه وسله وال مخالفین ووژل شول.


د لغمان د والي ویاند سرحدي ځواک رسنیو ته ویلي چې پېښه تېر مازیګر په الینګار ولسوالۍ کې د بسرام په سیمه کې د وسله والو مخالفینو او افغان امنیتي ځواکونو ترمنځ د نښتو پر مهال شوې ده.


ښاغلي ځواک وویل:


"په دې نښته کې د مخالفینو دوه مشهور قوماندانان او یو بل غړی وژل شوي او درې نور یې سخت ټپیان شوي دي،البتهپه دې نښتو کې د ملي اردو یو سرتېری هم وژل شوی او درې تنه سطحې ټپیان دي چې روغتیایي حالت یې د ډاډ وړ دی."


 د لغمان چارواکي وایي، د دغو قوماندانانو په وژل کېدو سرهپه روان لمریز کال کې په دغه ولایت کې د وسله والو مخالفینو د وژل شویو نامتو قوماندانانو شمېر ۱۶ ته ورسېد.


طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي. 



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса